ژبه

کابینې د اندخوی – شبرغان اوسپنې پټلۍ د درېیم فاز د استملاک غوښتنه تایید کړه

احمدصهیب حسرت

۱۸ وږی ۱۴۰۴ - ۰۹:۰۵

Views: ۵۸۶

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۴): د کابینې په غونډه کې د اندخوی – شبرغان اوسپنې پټلۍ پروژې د درېیم فاز د استملاک غوښتنه او د کور او ښارجوړولو وزارت د نقشو او ویزو فیس امارتي ادارو ته په پنځوس سلنه تخفیف تایید شول.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې تېره ورځ د رییس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ د کابینې شپږمه غونډه ترسره شوه.

هغه لیکلي چې په غونډه کې د ټولګټو وزارت له لوري د اندخوی – شبرغان اوسپنې پټلۍ پروژې د درېیم فاز د استملاک غوښتنه تايید شوه او دا په هېواد کې د پټلۍ جوړولو برخه کې یو ښه پرمختګ وبلل شو.

سرچینې دغه‌راز ویلي چې د کور او ښارجوړولو وزارت د نقشو او ویزو فیس هم امارتي ادارو ته په پنځوس سلنه تخفیف تايید شو چې په دې سره به په کارونو کې چټکوالی راشي.