خدمات پژواک

بخش عکاسى پژواک

خدمات خبررسانی از طریق پیام

هدف از ارائه خدمات، این است که از طریق تیليفون های همراه(مبایل)، به شکل دوامدار مردم به اخبار دسترسی داشته باشند و آرزوهای شان برآورده شود. پژواک می خواهد با نشر اخبار، مهارت های مسلکی و تجارب خود را از طریق شبکه های تیليفون شریک سازد و از این راهکار، بتواند برای اشتراک کنندگان، خدمات ارائه کند.

جهت اشتراک
اشتراک در اخبار انگليسى: Send 83 to 824
اشتراک در اخبار درى: Send 84 to 824
اشتراک در اخبار پشتو: Send 85 to 824

پوشش خبری انتخابات

صفحه ویژۀ معادن

Afghan Peace Process Special Page

خدمات پيام هاى تجارتى پژواک

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"اجرائيه رياست يوه تعويذګر ته د تعويذونو ورکولو لپاره مکتوب ورکړى"

"اجرائيه رياست يوه تعويذګر ته د تعويذونو ورکولو لپاره مکتوب ورکړى"

Jan 11, 2017 - 20:03

مزارشريف (پژواک، ۲۲ مرغومی ۹۵): د حکومت اجرائيه رياست د بلخ حج او اوقافو رياست ته د يوه تعويذګر په نامه مکتوب استولی، چې په مزارشريف کې ورته د تعويذګرۍ لپاره اجازه ورکړي.

د بلخ ولايت د حج او اوقافو رياست د تعويذګرۍ او کوډو د مخنيوي کميسيون مسوولينو د خپلو درې مياشتنيو چارو په تړاو د مرغومي په ۲۲مه، خبري ناسته لرله.

د ياد کميسيون مسوول مولوي سيد عارف وزين رسنيو ته وويل، د اسلام له مخې، کوډې کول او تعويذ ليکل کوم جواز نه لري او له همدې امله يې تر دې دمه د ۳۰ کوډګرو او تعويذګرو د چارو مخنيوی کړی دی.

خو هغه د خپلو چارو په تړاو له دې امله اندېښنه وښوده، چې ځينې په کې لاسوهنې کوي.

مولوي وزين د بېلګې په توګه د حکومت د اجرائيه رياست يادونه وکړه، چې دوی ته يې د يوه تعويذګر په نوم مکتوب استولی، چې د تعويذګرۍ اجازه ورته ورکړي.

نوموړي د اجرائيه رياست پر دغه چاره تاسف څرګند کړ او ويې ويل: ((زه ډېر تاسف کوم، اجرائيه رياست يو مهم دولتي مقام دی، د دې پر ځای چې د وطن د حالاتو په اړه پام وکړي، د يو تعويذګر عريضه موږ ته رالېږي، چې اجازه ورته ورکړو.))

د بلخ ولايتي شورا هم د اجرائيه رياست رالېږل شوی مکتوب د تمسخر وړ وباله.

د ولايتي شورا رييس ذبيح الله کاکړ پژواک ته وويل: ((وطن کې څه حال دی، خو ښاغلی اجرائيه رئيس د تعويذګرو غم پسې اخيستی دی.))

نوموړي زياته کړه، چې دغه رياست بايد د وطن چارو ته پام وکړي.

د بلخ د حج او اوقافو رياست د کوډو او تعويذګرۍ د مخنيوي کميسيون مسوول مولوي وزين  وويل، دوی به د هېچا لاسوهنو ته ځای ورنه کړي.

نوموړي زياته کړه، دغه کميسيون درې مياشتې وړاندې په خپلو چارو پيل کړی او تر هغې به روان وي، تر کومې چې يې په بلخ کې دغه ناروا کار ته پای نه وي ورکړی.

خو د اجرائيه رياست وياند مجيب الرحمن رحيمي، پژواک اژانس ته وويل، کېداى شي دغسې يو مکتوب نه وي صادر شوى، خو که لېږل شوى هم وي، دوى به يې تعقيب کړي او بېرته به يې را وګرځوي.

ده زياته کړه، ياد شوى کميسيون صلاحيت لري چې د کوډګرو او تعويذګرو په وړاندې اقدام وکړي او په اړه يې تصميم ونيسي.

گزارش های مربوطه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

تبصره کنيد

اعلانات

Advertisement