ښرنه- ترينکوټ (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٦): په پکتيکا او اروزګان ولايتونو کې د حقاني شبکې د پنځو غړو په ګډون ١٥ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
په پکتيکا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن محمد ايوب د چنګاښ په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د افغان ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د برمل ولسوالۍ په مرغه سيمه کې د حقاني شبکې پر غړو بمبار کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د يو ډلمشر په ګډون د حقاني شبکې پنځه کسان وژل شوي او يو شمېر وسلې او نور مهمات يې هم له منځه تللي دي.
دغه راز په برمل ولسوالۍ کې يوې حکومتي سرچينې د ياد بريد د تاييد تر څنګ پژواک ته وويل چې دغه کسان د حقاني شبکې د مشهور قوماندان سيف الله کسان وو.
هغه زياته کړه، دغو کسانو د برمل ولسوالۍ په ډېرو بريدونو او چاودنو کې لاس درلود خو تېره شپه ووژل شول.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د هوايي بريد له امله ١٥ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اروزګان د امنيې قوماندانۍ د لومړي کنډک قوماندان دويم څارن ملک زين الله پژواک ته وويل چې تېره شپه د مرکز ترينکوټ په مهراباد سيمه کې د طالبانو پر کاروان هوايي بريد شوى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د يوه قوماندان په ګډون لس طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
نوموړي دا ونه ويل چې دغه بريد افغان که بهرنيو ځواکونو کړى خو زياته یې کړه: ((دوى پلان درلود چې پر پوستو بريدونه وکړي خو موخې ته له رسېدو وړاندې له منځه ولاړل.))
وسله والو طالبانو او د حقاني شبکې تر اوسه د يادو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.