Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

No one should use terrorism for benefits, Singh tells world

No one should use terrorism for benefits, Singh tells world

author avatar
12 May 2011 - 21:23
No one should use terrorism for benefits, Singh tells world
author avatar
12 May 2011 - 21:23

کابل (پژواک ٢٢ غويى ٩٠): د هند لومړي وزير پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې هېڅ هېواد ته اجازه ورنه کړي، چې له ترهګرۍ څخه د يوې وسيلې په توګه کار واخلي.

د هند لومړي وزير من موهن سنګ دغه څرګندونې، نن مازيګر افغانستان ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ له ولسمشر حامد کرزي سره په ګډې خبري غونډه کې وکړې.

من موهن سنګ د کوم هېواد نوم وانخست، خو دغه څرګندنې يې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان د ناغيړي په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وکړې.

د هند لومړي وزير زياته کړه: ((نړيواله ټولنه بايد هېڅ يوه هېواد ته اجازه ورنه کړي، چې له ترهګرۍ څخه د خپلو ګټو د تامين لپاره کار واخلي، ځکه زموږ تجربو ښودلې ده، چې ځينې هېوادونه شته، چې له ترهګرۍ څخه د خپل ځان په ګټه کار اخلي.))

من موهن سنګ وايي، هېواد يې غواړي له افغانستان سره پراخې او هر اړخيزې اړيکې ولري؛ خو ټينګار يې وکړ، چې دغه اړيکې به په هېڅ ډول په درېيم هېواد بده اغېزه ونه کړي.

نوموړي زياته کړه: ((د افغانستان او هندوستان اړيکې به په هېڅ درېيم هېواد بدې اغېزي ونه شيندي او پاکستان هېڅ مهال د دې داوړو هېوادنو له دوستي څخه ډار نه لري.))

هغه له افغانستان سره د نويو ٥٠٠ ميليونو امريکايي ډالرو د مرستې اعلان هم وکړ او زياته يې کړه، چې دغه مرسته به په راتلونکو څو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي پروژو ولګول شي.

د افغانستان او هند د ولسمشرانو له خوا په ګډه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوريو هوکړه کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د ستراتيژيک تړون د سند په برابرولو به کار پيل کړي.

په ګډه خبرپاڼه کې راغلي، چې د هند او افغانستان د بهرنيو چارو وزيران به د دغه سند د برابرلو د کمېټې مشري کوي.

په ګډه خبرپاڼه کې راغلي،  چې د امنيت، د قانون د پلي کولو، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، د منظمو جرمونو د مخنيوي، له نشه يي توکو سره مبازره او  د پيسو وينځلو په برخو کې همکارۍ د دغه ستراتيژيک تړن له مهمو برخو څخه دي.

ګډه خبرپاڼه زياتوي، چې دواړه لوري ټينګار کوي، چې د افغانستان او هند ترمنځ ستراتيژيک تړون د هېڅ کوم هېواد او يا د هېوادونو ترمنځ د کوم سازمان پرضد نه دى.

د پاکستان پلازمېنې ته څېرمه په ايبټ اباد ښار کې د اسامه بن لادن د وژل کېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې من موهن سنګ وويل: ((کله چې ما د اسامه د مرګ خبره واورېده، نو زه ګنګس شوم او له ځان سره مې فکر وکړ، چې د پاکستان امنيتي ارګانونه په دې خبر وو او که نه او که خبر وو، نو څنګه؟))

افغان ولسمشر حامد کرزي په دغې خبري غونډه کې د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټينګار وکړ.

کرزي زياته کړه، چې اوس د دې وخت رارسېدلى، چې بايد درې واړه هېوادونه په سيمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره لاس يو کړي.

کرزي د دې په ويلو سره، چې ترهګر دوست او دښمن نه لري، زياته يې کړه: ((ترهګر د مار په شان دي، هر چا ته يې چې مخه کړه، هغه چيچي.))

هغه وويل، چې د هند له لومړي وزير او ورسره راغلي پلاوي سره يې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د سياسي، اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي اړيکو د لا پراختيا په هکله بشپړې خبرې کړې دي.

حامد کرزي له افغانستان سره د هند له مرستو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه، چې هند له افغانستان سره په تېرو څو کلونو کې ١،٥ ميليارده ډالره مرسته کړې ده.

د هند د نويو مرستو په کولو سره به د دغه هېواد مرستې له افغانستان سره دوه مليارده ډالرو ته ورسېږي.

همداراز کرزي په پاکستان کې د اسامه وژل کېدو ته په اشارې سره وويل، چې اوس ټولې نړۍ ته روښانه شوه، چې افغانستان د ترهګرو ځاى نه دى.

هند له افغانستان سره د سترو مرسته کوونکو هېوادونو په کتار کې راځي او يو شمېر بنسټيزې پروژې د دغه هېواد په مرسته پلې شوي او يا د پلي کېدو په حال کې دي.

په هرات کې د سلما د برېښنا بند او د افغانستان د ملي شورا د نوې ودانۍ جوړول، له هغو پروژو څخه دي، چې د هند په مالي ملاتړ پلې کېږي.

Visits: 1

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

PAJHWOK MOBILE APP

Download our mobile application to get the latest updates on your mobile phone. Read more