لښکرګا(پژواک ١٠ مرغومى ٩٢): د هلمند امنيتي چارواکي وايي، چې څلور ماين خښوونکي د خپل ماين چاودنې وژلي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو امر سمونوال عبدالاحد چوپان د مرغومي په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د مارجې ولسوالۍ د ترخه ناور په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې څلور ماين خښوونکي ځاى پر ځاى وژل شوي او مړي يې سهار د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
دغه راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، چې په همدې سيمه کې پوليسو هغه شپږ توغندي هم ترلاسه کړي، چې وسله والو پر لښکرګاه ښار توغولو ته عيار کړي وو.
د يو بل خبر له مخې، د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د سړک غاړي ماين چاودنې يو ښځه او يو ماشوم ټپي کړي دي.
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې ياده پېښه تېره ورځ د پنجوايي ولسوالۍ په تلکان سيمه کې د ګرګان په نوم کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې ياده ښځه او ماشوم له خپل کور څخه يوه بل کور ته د تګ په حال کې وه.
سرچينه وايي، ټپيان د پوليسوپه مرسته د کندهار مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په همدې سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو له خوا د پلټنې پر مهال ٢٠ کيلو چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي.
Visits: 1
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP