Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د کونړ ځوانان دې د پولیسو په لیکو کې د هلمند جګړو ته نه لېږل کېږي”

author avatar
6 Feb 2016 - 16:03
author avatar
6 Feb 2016 - 16:03

اسعداباد (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٤): د کونړ ولايت سلګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې له حکومته  وغوښتل چې د کونړ پوليس  دې د هلمند جګړو ته نه لېږي.

دغه خلک چې د سلواغې په ١٧مه د ولايت په مرکز اسعد اباد کې د امنيې قوماندانۍ مخې ته راټول شوي وو، وويل چې د هلمند په جګړو کې ډېرى کونړي ځوانان وژل کېږي.

د لاريون يوه سمبالوونکي محمد رحمن د لاريون په ترڅ کې پژواک اژانس ته وويل: ((موږ  پر دې وياړو چې د هېواد په هره سيمه کې له خپلې خاورې څخه دفاع کوو.))

خو هغه وويل چې کونړ په خپله سرحدي ولايت او ځينې سیمې يې نا امنه دي، خو د پوليسو تشکيل  يې کم دى.

نوموړي د کورنيو چارو له وزارته غوښتنه وکړه چې د کونړ پوليس دې هلمند ته د جګړې لپاره نه لېږي، بلکې په همدغه ولايت کې دې ځا پر ځاى کړي.

د مطيع الله په نوم يو بل لاريون وال شکايت کاوو چې د دغه ولايت ډېرى ځوانان د نورو ولايتونو د پوليسو په ليکو کې خدمتي دي.

هغه زياته کړه چې د کونړ د مرکز په ګډون په ولسواليو کې هم امنيت خراب دى او هم د پوليسو شمېر کم دی.

د نوموړي په وينا، د هغو ولايتونو سرتېري دې هلمند ته ولېږل شي چې امنيت يې ښه دى او په خپل ولايت کې ورته اړتيا نه لري.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل  وايي چې د سرتېري دنده له هېواده او خپلو خلکو دفاع کول دي که هغه په هره برخه کې وي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې کونړ ته نوي پوليس منظور شوي او ډېر ژر به دغه ولايت ته ولېږل شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

Pajhwok is interested in your story suggestions. Please tell us your thoughts by clicking here.

PAJHWOK MOBILE APP

Download our mobile application to get the latest updates on your mobile phone. Read more