کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۰) : د اریانا تلوېزیون د وژل شوې خبریالې او ویاندې مینا خیري خور حسنې خیري هم د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
حسنیه خیري د پنجشنبې ورځې ماښام له خپلې خور او مور سره په تونس موټر کې سپره وه، چې پرې د ماین چاودنه وشوه؛ په دغې چاودنه کې د اریانا نیوز ویانده مینا خیري او د هغې مور ووژل شوې او حسنیه ټپي شوه.
هغه مهال ډاکټرانو ویلي وه، چې حسنیه ډېره سوځېدلې او تر درملنې لاندې ده.
د اریانا تلوېزیون له خوا د غبرګولي په ۱۶مه، په ټویټر کې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حسنې خیري تېره شپه د کابل په یوه روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د دغې چاودنې مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی.