ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اچين ځوان: د داعش د ظلمونو له امله مې ټوپک اخيستى

د اچين ځوان: د داعش د ظلمونو له امله مې ټوپک اخيستى

author avatar
27 Sep 2016 - 16:39
د اچين ځوان: د داعش د ظلمونو له امله مې ټوپک اخيستى
author avatar
27 Sep 2016 - 16:39

جلال اباد (پژواک، ٦ تله ۹۵): د ننګرهار د اچين ولسوالۍ يو اوسېدونکی تنکی ځوان وايي، د داعش ظلمونو دې ته اړ کړ چې قلم او کتاب پرېږدي او ټوپک واخلي.

د اچين ولسوالۍ د مامنددرې د اوسېدونکي ۱۶ کلن ګلزمين کيسه ډېره غمجنه ده او په افغانستان کې د داعش له ظهور سره سم پيلېږي؛ هغه مهال چې يادې ډلې نږدې دوه کاله وړاندې په دې سيمه کې خپل سر راپورته کړ.

ګلزمين وايي، داعش وسله والو لومړی په ډېر ښه چلند د خلکو په زړونو او کورونو کې ځای پيدا کړ او هغه وخت چې ځای پر ځای شول او ټول خلک يې وپېژندل؛ نو خپلې نادودې يې پيل کړې چې يو قرباني يې خپله دی او د ده کورنۍ ده.

نوموړي له پژواک اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال وويل چې داعش وسله والو يې لومړی ښوونځي بند کړل، وروسته يې د خلکو په وژنه لاس پورې کړ او په پای کې يې د خلکو کورونه هم وسوځول.

د ده د معلوماتو له مخې، هغه مهال چې د دوی په سيمه مامند دره کې د داعشيانو ظلمونه پوره اوج ته ورسېدل؛ نو خلکو له سيمې کډې وکړې او يواځې سپين ږيري يې د کورونو ساتلو ته پرېښودل؛ خو داعش ډلې هغوی هم په قرار پرېنښودل.

دی وايي: ((يوه ورځ موږ ته خبر راغی، چې شاوخوا يوولس کسان يې وړي دي، چې يو په کې زما نيکه هم و. بيا مو ورپسې جرګې وکړې؛ خو هغوی ويل چې دا جاسوسان دي او نه يې راخوشې کوو.))

د ګلزمين په وينا، وروسته داعش وسله والو د ده د نيکه په ګډون ياد کسان پر بمونو کېنول او والوځول، چې دوی ته يې ان د بند غوښې هم په لاس ورنغلې چې د قبر په نوم يې ورته يوه نښه جوړه کړې وی.

هغه زياته کړه: ((زه به د خپل نيکه غچ اخلم او همدې لپاره د جګړې په لومړۍ ليکه کې جنګېږم.))

نوموړي وويل، تر هغې وروسته حالات لا سخت شول او دی مجبوره شو، چې د قوم له ځينو نورو ځوانانو سره ټوپک په اوږه او د خپلو کورونو، مېرمنو او ماشومانو ساتنه وکړي.

ګلزمين اوسمهال د اچين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو په پنډولا پوسته کې چې د حکومتي ځواکونو لومړۍ کرښه ده، د قومي ملېشو په ليکو کې جنګېږي.

د دې پوستې قوماندان ملنګ هم وايي چې ګلزمين ورسره له خپلې مجبورۍ يو ځای شوی دی.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د جګړې په ليکو کې د تنکيو ځوانانو ګومارل د قانون خلاف عمل دی او که نه؟ وويل: ((ګلزمين کومه رسمي دنده نه لري، هغه يو قومي جنګيالی دی، له کوم امتياز پرته له خپلو خلکو څخه د دفاع په خاطر يې ټوپک راپورته کړی دی.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.