Language

ندیمه ‘پتینګړه کاکۍ’ بېرته خوشې شوه

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۰) : سرچینې وایي، مدني فعاله پتینګړه کاکۍ چې څه موده مخکې نیول شوې وه، نن بېرته خوشې شوه ده.

په پتینګړې کاکۍ مشهورې د ندیمې خوستۍ ورور مجاهد داستان پژواک خبري اژانس ته وویل چې خور یې نن مازدیګر په کابل کې د امنیتي ځواکونو له خوا خوشې شوه.

پتینګړه کاکۍ د خوست ولایت اصلي اوسېدونکې ده، دغه راز په فېسبوک او انسټاګرام کې کمیډي او نورې ږدي.

د ندیمې ورور مجاهد داستان وایي چې خور یې په کابل ښار کې یوه نادولتي موسسه (انجیو) هم لري.

login or register a new account.