وروستي خبرونه

    دويم تعقيب - جلال اباد (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٣): د ننګرهار د عامې روغتيا چارواکي وايي چې په خوګياڼو ولسوالۍ کې د جمعې د لمانځه پر مهال په جومات کې چاودنه شوې چې له امله يې شاوخوا ٣٦ کسان ټپيان شوي دي.

    Nov 28, 2014 - 11:38

    درېيم تعقيب - لښکرګاه (پژواک، ۷ لېندۍ ۹۳): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې د ښوراب پوځي اډې په جګړه کې تر اوسه ٢٦ طالبان او د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي او اووه نور سرتېري ټپيان دي.

    امنیت او جرمونه

    ملي امنیت په کابل ښار کې د ځانمرګو بریدونو او ماینونو جوړولو یو مرکز کشف کړی

    کابل ( پژواک، ۷ لیندۍ ۹۳ ) : د ملي امنیت لوی ریاست وایي چې په کابل ښار کې یې د حقانی ډلی  د ځانمرګو واسکټونو، مقناطیسی ماینونو او چاودیدونکو توکو د جوړونې یو ستر مرکز کشف کړی دی.



    حكومت

    سیاف: د سولې لپاره باید جدي او عملي اقدامات وشي

    کابل ( پژواک، ۷ لیندۍ ۹۳ ) : جهادي مشر او د ولسمشرۍ پخوانی کاندید استاد سیاف وایي چې په هیواد کې دامنیت د تامین او سولې لپاره پریکنده پرېکړو، جدي او معقولو امادګیو ته اړتیا ده.



    فيچرونه

    کندهار (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٣): د غورک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له تېرو پنځو کلونو راهيسې له دې ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته غځېدلې لار د وسله والو طالبانو د ماينونو له امله تړلې، چې...

    مرکې

    کابل (پژواک، ٣ لېندۍ ٩٣): د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس وايي چې  نړيوال جام ته يې چمتووالى يواځې په ګډون پورې محدوده نه دى، بلکې ملي لوبـډله به نورو لوبډلو ته ننګونې رامنځته...

    حكومت

    هلمند کې ځانمرګى بريد د عامه نظم څلور پوليس وژلي

    لښکرګاه (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٣): د هلمند چارواکي وايي چې يوه ځانمرګي د نوزاد ولسوالۍ د عامه نظم پوليسو د پوستې مخې ته له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړې ده.



    حكومت

    مدني ټولنې: حکومت دې د پکتيکا د بريد جدي څېړنه وکړي

    کابل (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٣): په کابل کې د مدني ټولنو يو شمېر غړو له حکومته د پکتيکا د وروستي بريد د جدي څېړنې غوښتنه وکړه او ويې ويل چې عاملينو ته يې بايد سخته سزا ورکړل شي.



    امنیت او جرمونهNo details available

    مزار کې چاودنې درې ملکي وګړي ټپيان کړل

    مزارشريف (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٣): د بلخ ولايت په مرکز  مزار شريف ښار کې د يوه ماين چاودنې له امله درې  عام وګړي  ټپيان شوي دي.



    حكومت

    ولسمشر د مشرانو جرګې لخوا د امنيتي سندونو د تاييد هرکلى وکړ

    کابل (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٣): جمهوري رياست د مشرانو جرګې له خوا له امريکا او ناټو سره د  امنيتي سندونو د تاييد هرکلى وکړ.



    حكومت

    د ګرشک خلک: مخالفینو سره د سولې هڅې بې ګټې دي

    لښکرګاه (پژواک، ۷ لېندۍ ۹۳): د هلمند د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکي او حکومتي چارواکي دولت ته وړانديز کوي چې له وسله والو سره د سولې پر ځای دې د مقاومت او کشفي ارګانونو پر پيا



    ښوونه او روزنهNo details available

    د پکتيا ٢٠٨ ښوونځي ودانۍ نه لري

    ګردېز (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٣): د پکتيا د پوهنې رياست چارواکي د پوهنې پر وزارت او مرستندويه بنسټونو نيوکه کوي چې په دغه ولايت کې يې ځينو ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو ژمنه کړې خو د کال په پوره کېدو يې لا هم په دې برخه کې ګام نه دى پورته کړى.



    امنیت او جرمونه

    د ځدراڼ قوم د پکتيکا ځانمرګى بريد په کلکه وغانده

    خوست ښار (پژواک، ٧ لېندۍ ٩٣): پکتيا، پکتيکا او خوست – لويې پکتيا – د ځدراڼو د قوم لسګونه مشرانو، ديني عالمانو، سپين ږيرو او ځوانانو نن په خوست کې د يوې غونډه په ترڅ کې د پکتيکا د تېرې اوو



    امنیت او جرمونهNo details available

    د هلمند پر ۲۱۵ میوند قول اردو هم ډله ییز برید شوی

    لښکرګاه ( پژواک، ۶ لیندۍ ۹۳ ) : د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۱۵ میوند قول اردو پر مرکز هم ډله ییز برید شوی دی.



    حكومت,سوداګري او اقتصاد

    د لندن ناسته له افغانستان سره د ژمنو د تازه کېدو فرصت دى

    کابل (پژواک، ٦ لېندۍ ٩٣): د اوږدمهاله مرستې د دوام لپاره د مرستو د ژمنې تجديد، د مرستو د اغېزمنتيا د لوړولو په اړه ژمنه او پر هغو پروژو باندې لګښت کول چې افغانستان د خپلواکۍ پر لور بيايي؛ د لندن له ناستې د افغان حکومت له لومړيتوبونو بلل کېږي.



    حكومت

    مشرانو جرګې هم له امريکا او ناټو سره امنيتي تړونونه تاييد کړل

    کابل (پژواک ٦ لېندۍ ٩٣): مشرانو جرګې هم له امريکا او ناټو سره امنيتي سندونه د رايو په اکثريت تاييد کړل.