وروستي خبرونه

    خدمتونو شرايط

     پژواک خبري اژانس تاسو ته د پژواک د يجيټل معلوماتو د شبکي سايټ ته هرکلى وايي.

    د يوي خپلواکې ، دافغانانو په وسيله اداره کېدونکې  اومعلوماتود تيارونکي  ادارې په توګه دا زموږ لپاره زياته مهمه ده چې د خپلې محتوا ساتنه وکړو. د ښه او با کيفيته ژورناليزم توليدات زموږ له خدماتو د ګټې پورته کوونکو پورې تړاو لري چې دې پورته شرايطو ته غاړه کيږدي، ځکه چې موږ خپل عايد له ګډون کوونکيو، د محتوا له اخيستونکيو، او اعلان کوونکيو څخه تر لاسه کوو.    

    دغه شرايط او حالات د ٢٠١١ په جون مياشت کي نوي شول، او د پژواک د محتوا ټول پخواني شرايط يي عوض کړل.

    مهرباني وکړئ د کارولو شرايط او خدمات په پاملرنې سره ولولئ، ځکه چې دا ستاسې او د پژواک خبري اژانس تر منځ قانوني او منل شوى تړون دى.

    د ا شرايط د پژواک د ډيجيټل شبکې استعمال تر پوښښ لاندې نيسي او کولاي شئ چې  له څو لارو څخه ورته لاسرسي ولرئ، د وب د نړيوالي شبکې، ډيجيټال تلويزيون، PDA، ګرځنده ټيليفون اوRSS feeds، د APIsد سافټ وير، په لويه کچه د معلوماتو د ښکته کولو، په کوچني کچه د معلوماتو د ښکته کولو،او يا ددي شبکي د نورو موجودو يا په پلان کي خصوصياتو په ګډون .

    دا شرايط هغه وخت عملي کېږي کله چې تاسو دې شبکې ته په هره وسيله چې وي لاسرسى پيدا کړئ. په دې شرايطو کي Pajhwok.comته مراجعه د همدې شبکې معنى ورکوي، له دې پرته دې ته پام وشي چې تاسو څنګه ورته لاسرسى پيدا کوئ .

    پژواک تاسو ته سپارښتنه کوي چې دا شرايط په چاپي بڼه  له ځانه سره ولرئ.
     

    خبرتيا او محرميت

    که تاسو ددې شرايطو سره موافق نه ياست، نو تاسو بايد Pajhwok.com، او د پژواک نور محتويات استعمال نه کړئ او بايد هر ډول اشتراک  مود موافقې له مخې له منځه يوسي.

    پهPajhwok.com  باندې دورځې د يوې صفحې څخه د زياتو ليدل ګډون ته ضرورت لري.

    د عريضې د فورمې په ډکولواو د ايميل او پاسورډ په داخلولو به داسې څرګند شي چې تاسو دا شرايط او حالات منلي دي.

    همدارنګه که زموږ د ايميل خدماتوکي ګډون وکړئ او يا په RSS feedsکې ګډون وکړئ نوبيا به هم داسې وښودل شي چې تاسو دا شرايط قبول کړي دي.

    کله چې له موږ سره راجسټر ياست او وروسته له هغې په خپلو معلوماتو يا تفصيلاتو کې تغير راولئ،  نو ژر تر ژره بايد د اړيکې د فورمې په وسيله موږ له دې تغيراتو خبر کړئ.

    موږ به تاسو سره د ايميل په وسيله يا په دې سايټ کې د خبرتيا خپرولو تاسو سره په اړيکه شو ، هر تغير چې په دې شرايطو کې منځ ته راځي هغه به د همدې صفحې په وسيله انعکاس ومومي.

    تاسو موافقه کړې چې ټول يادښتونه، معلومات، توافقات، او نور ارتباطات چې تاسو ته برابر شوي دي، ټول قانوني او حقوقي ضروريات په ليکلي ډول برابروي.

    که چېرې تاسو زموږ ګډون کوونکي ياست او په قرارداد کې څه تغيرات راشي، نو هغه به د راتلونکي فيس له ورکړي وروسته عملي کيږي. 1

         پژواک، خدماتو ته د پرله پسې، بې ځنډه، او خوندي لاسرسي ضمانت نه کوي، په استثنايي حالاتو کي به موږ Pajhwok.com، د پژواک محتوا، او يا د اشتراک خدماتو کي وقفه راولو، که چېرې موږ داسې وکړل نو موږ به هېڅ مکلفيت نه لرو، که چېرته تاسو زموږ ګډون کوونکي ياست نو په دې صورت کې به ستاسو د ګډون د پاتې وخت پيسې بېرته در کړل شي .

    پژواک د خپلو ګډون کوونکيود معلوماتو د محرميت ساتلو ته ژمنه دى.

    هغه معلومات چې پژواک ته راځي همدلته پاتې کېږي، پژواک هغه معلومات چې له ګډون کوونکيو څخه راټولوي نه يي خرڅوي او نه يي بل چاته ورکوي، او هغه معلومات چه دريمې ډلې ته ورکول کېږي د هغوى د غوښتنې په اساس دي.

    ګډون

    ګډون کوونکي کولاي شي چې د پژواک مواد او محتوا ته په دې شرط لاسرسي ولري چې د پژواک يا د هغه شريک ته د ګډون فيس ورکړي، تاسو کولاى شئ چې د فرد يا ادارې په توګه د پژواک ګډون کوونکي شئ.

    ځانګړى ګډون د يوه ګډون کوونکي لپاره دي، او د يوې ادارې لپاره له يو څخه تر لسو پورې ده.

    کمپني، تصدي، تجارتي شرکتونه، او دولتي ادارې نشي کولاى چې انفرادي ګډون وکړي (يعنې د يوه کس Userواخلي).

    پژواک خبري اژانس خپلو ګډون کوونکيو ته د Pajhwok.comد لاسرسي مکمله اجازه ورکوي، په دې اساس چې ګډون کوونکي له  لاندي شرايطو سره موافق وي.

    - هر ګډون کوونکى بايد د خپل  User nameاو پاسورډ ولري، او له هيچا سره يي شريک نه کړي.

    -  هر ګډون کوونکى بايد له يوه ځايه او يوې وسيلې څخه د پژواک سايټ ته داخل شي، په يوه وخت کي له دوه وسيلو څخه سايټ ته ننوتل به  له لومړي وسيلي څخه د وتلو لامل شي.

    -  ګډون کوونکى بايد هېڅ داسې کار ونه کړي چې د هغې په واسطه هغه څوک چې ګډون کوونکى نه دى،  د پژواک سايټ ته لاسرسي پيدا کړي، استثنا له دې لاندي شرايطو.

    له بل چا سره د پاسورډ شريکول د پژواک د شرايطو ماتول دي، او ددې احتمال شته چې د پژواک حقوق تر پښو لاندي شي.

    موږ د پژواک له سايټ څخه نظارت کوو تو څو د پاسورډ شريکول را ته څرګنده شي.

    که په هر دليل موږ ته معلومه شي چې تاسو دغو شرايطو ته غاړه نه ږدئ نو موږ به په خپل صلاحيت، فوري او بې له کومې مخکيني خبرتيا  Pajhwok.comته ستاسو لاسرسى بند کړو.

    که چېرته موږ غواړو چې ستاسو قرارداد ته د پاى ټکى کېږدو نو موږ به تاسوته ايميل در وليږو چې قرارداد مو له منځه وړل شوى دى.

    د قرارداد په ختمېدو سره به ستاسو user nameاو پاسورډ هم ختم شي  او د pajhwok.com سايټ لپاره به کار نه ورکوي.

    هغه ګډون کوونکي چي د سرغړونې په اساس يي قرارداد له مينځه تللي وي نو دوى ته به د پاتې وخت د ګډون فيس نه ورکول کېږي.

    له مطالبو څخه ګټه اخيستنه

    په دې قرارداد کې، (مطالب يا محتوا) معنى دا چې هرمتن، ويډيو، انځور، ګرافيک، او سمعي مواد چې په pajhwok.com کي نشر شوي وي هغه که د پژواک وي او يا د بل څوک خو د پژواک د محتوا په نامه ياديږي.

    ټول مطالب چې  په دې سايټ کې راټول شوي وي د پژواک او يا د هغه مربوط ( د پژواک مطالب) پورې اړه لري، او د چاپ (copyright) د نړيوالو حقوقود قانون په وسيلهساتلکيږي.

    پژواک خبري اژانس خپلو ګډون کوونکيو ته ټاکلې اجازه ورکوي چې  مطالبوته يي لاسرسى ولري او ګټه ځني پورته کړي البته د شرايطواو ضوابطو په پام کې نيولو سره.

    پژواک خبري اژانس د خپلې محتوا د ملکيت حق له ځانه سره ساتي، د پژواک محتوا بايد ددې اژانس له مخکې ليکلي رضايت پرته بيا چاپ، نشر، اوتقسيم نه شي، البته استثنا له دې لاندې مناسبو اصولو سره سم.

    -  تاسو کولاى شئ چې د پژواک محتوا انلاين خپره کړي، له نورو سره يي شريکه کړئ او نورو ته يي د pajhwok.com  د وسايلو په وسيله وليږي،  په ځانګړې توګه د سرليک لومړني ١٤٠ حرفونه له لينک سره.

    تاسو کولاى شئ چې دا محتوا انلاين خپره کړئ، يا ٣٠ حروفه يا له هغې څخه کمه نورو پراګرافونواو نفل قولونو ته انتقال کړئ، په دې شرط چې اعتبار يي پژواک ته ورسيږي  او له دې محتوا سره د پژواک سايټ ته يو لينک ورکړئ.

    -  ګډون کوونکي کولاي شي چې د ځان لپاره د محتوا څخه په ورقه کې يوه کاپي واخلي، البته دا کاپي بايد په تجارتي شکل استفاده نه شي.

    لاندې ممنوع حرکتونه دي ، خو يواځې دې پورې نه منحصر کېږي.

    -  تاسو نه شئ کولاى چې د پژواک محتوا، په ګډون د هغو معلوماتو چې د پژواک د کارکوونکيو له خوا ورکړل شوي وي له دې پرته چې د پژواک نوم ورسره ياد کړي، نشر کړي.

    -  تاسو نه شئ کولاى چې  پژواک څخه يو څه په سيستماتيک او منظم ډول ښکته کړئ ، يا يي چاپ کړئ، يا له دې محتوا څخه په برقي ډيټابيس او يا د پاڼو په شکل کي استفاده وکړو چې په هغې کې د pajhwok.comد محتوا له يوه برخي يا ټولي برخي څخه استفاده شوي وي.

    -  تاسو د پژواک له ليکلې موافقې پرته نه شئ کولاى چې له محتوا څخه يي ګټه پورته کړئ، يا له نورو تخنيکو څخه استفاده وکړئ ، له محتوا څخه يي څارنه وکړئ، انحصار يي کړئ، يا يي محتوا، لوګو، يا نورخصوصي معلومات چه د پژواک مربوط دي کاپي کړئ.

    - تاسو بايد دداسي توليداتو يا خدماتوله جوړولو څخه پرهيز وکړي چه د هغي  له وجي د پژواک د هغواستفاده کوونکيو په شمير کي کمي راځي چه پژواک ته د محتوا د استعمال له امله فيس ورکوي ، يا له هغو توليداتو څخه چه پژواک ته عايد راوړي او په دي کار سره يي پژواک ته زيان رسيږي.

    په ځانګړې توګه تاسو نه شئ کولاى چې په ټوليزه توګه له لسو زياېي خلاصې يا لنډيزونه په يوه ورځ کې جوړ کړئ، بيايې نشر کړئ، او يايي بيا تقسيم کړي دا لنډيزونه بايد په همدغه ورځ نشر شي.

    -  تر څو چې موږ درسره ليکلي موافقه نه وي کړي تاسو نه شئ کولاى چې د pajhwok.comکومه برخه ، يا مواد بيا چاپ کړئ،يا يي په کوم بل ويب سايټ کي ويي ساتي، يا يي خپاره کړي، او يا ددي موادو کومه برخه په بل هر شکل چه وي تيت کړي.

    - تاسو د پژواک د ليکلي موافقي پرته نشي کولاي چې د هغو له موادو او محتوياتو څخه ناوړه استفاده وکړي يا يي پټ کړي، او يا د نورو خبر يا محتويات په پژواک پوري وتړي.

    که چېرته تاسو غواړئ ،  له هغه څه پرته چې دخدماتو د استفادې په شرايطو کي يي درته اجازه درړل شوې د پژواک محتوا څخه استفاده وکړئ، نو تاسو يوه جواز ته اړتيا لرئ چې دا کار وکړي که تاسو غواړئ چې د پژواک له خدماتو څخه داسې ګټه پورته کړئ چې فيس ته يي ضرورت وي نو بايد نېغ په نېغه له موږ سره د جوازد اخستلو په اړه خبرې وکړئ.

    موږ کېداى شي تاسو ته دا اجازه درکړو چې د pajhwok.comنورې برخې يا مواد په ځينو حالاتو کې تقسيم يا يي بيا چاپ کړئ، که چېرته غواړئ چې دا کار وکړئ نو له موږ سره اړيکه ونيسي.

    پژواک دا حق له ځانه سره خوندي ساتي چې د کسانو په وسيله د خدمتونو د استعمال څخه څارنه وکړي ، تر څو مطمين شي چې د جواز درلودونکي افراد د خدماتو د استفادې له شرايطو سره سم عمل کوي.

    هره بې اجازې ګټه اخيستنه به هغه جواز له مينځه يوسي چې د پژواک خبري اژانس لخوا ورته ورکول شوي وو.

    که پژواک پدي پوه شي چې تاسې د خپلې محدودې څخه زيات د هغوى مواد خلاصه کوي، بيا چاپوي او بيا يې ويشي ، نو تاسو  بايد دا کار په فوري توګه بند کړئ او هغه حق چې تاسو ته د محتوا په خلاصه کې درکړل شوي له هغه څخه محروم کيږي، تر څو چې بيا له پژواک سره د محتوا د استفادي په موافقه ورسيږي.

    سلب مسئوليت

    پژواک خبري اژانس هڅه کوي تر څو pajhwok.comسايټ ته په مسلکي ډول پراختيا ورکړي، او هغه تېروتنې چې په سايت کې شته اصلاح يې کړي.

    موږبه د هر ډول زيان چې تاسو د کړنې يا نه کړنې له امله را منځ ته شوي وي مسئول نه يو، هر څه چې د ليدلو، مطالعې، يا اوريدلو له امله رامنځ ته شي ( البته استثنا له مرګه چې زموږ د غفلت له امله رامنځ ته شوي وي، په دې صورت کې تر هغه بريده مسئول يو چې قانون اجازه ورکړي وي).

    تاسو کولاي شئ  د pajhwok.com  څخه د لينک په وسيله نورو سايټونو ته لاسرسي ولري، دا سايتونه زموږ په کنټرول کي نه دي، او موږ په هېڅ صورت ددې سايټونو د هېڅ ډول محتوا يا موادومسئوليت نه لرو.

    موږ د pajhwok.com  د محتوا او موادو په هکله د هېڅ انديښنې تضمين نه کوو، په خاص ډول مونږ ددې تضمين نه کوو چې د pajhwok.comمواد يا محتوا دې له ويروس څخه پاکه وي، تاسو بايد په دې اړه خپل تيارۍ  ولرئ ځکه چې موږ د ويروس څخه د ککړتيا، او بل هر ويجاړونکي شي مسئوليت په غاړه نه اخلو.

    تاسو به د pajhwok.com  په سايټ کې اعلانونه مشاهده کړئ چې د ددريمګړيوپه وسيله  را سپارل شوي دي، ځانګړي اعلان ورکوونکي فقط د اعلان د موادو او محتوا مسئوليت په غاړه لري، ددې په ګډون چې ځان مطمين کړي چې دا د مربوطه قانون سره سم پر مخ ځي.

    موږ د اعلان د موادو او محتوا هېڅ مسئوليت په غاړه نه اخلو، مثلا هره اشتباه، حذف، يا نه دقت په هغي کي.

    که غواړئ چې په پژواک کي خپل اعلانات نشر کړي نو د بازار موندني ټيم ته په لاندې پته ايميل راوليږي Sales@pajhwok.com