وروستي خبرونه

    د افغانستان لنډه پېژندنه

    افغانستان ( د افغانانو مېنه ) په مرکزي اسيا کې يو غرنى او په وچه کې راګير هېواد دى.

     دا هېواد، چې پنځه زره کلن تاريخ لري، لومړى د آريانا او بيا د خرا سان په نامه ياد شوى ، خو په ١١٢٦ لمريز کال کې د احمدشاه بابا د واکمنۍ پر مهال افغانستان د ټولې اريانا او خراسان ځاى ونيو.

    ځينې مورخين ليکي ، چې د افغاني امپراطورۍ سرحدات ، چې يو وخت يې  تر ١٦ درجو طول البلد پورې پراخوالى درلود، په دقيقه توګه يې ټاکل مشکل کار دى، خو په شرق کې د سرهند نه نيولې ، چې د ډهلي په ١٥٠ ميلۍ کې پروت دى، په غرب کې تر مشهده پورې ، چې حزر درياب نه په همدې فاصله کې پروت دى او پلنوالى يې د امو له سيند نه نيولې په جنوب کې د فارس تر خليج پورې  رسېده .

    د احمدشاه باباامپراطوري وار په وار د ده د لمسيانو او بيا دمحمدزيو وروڼو د خپلمنځي اختلافاتو په وجه وړه شوه .

    د اوسني افغانستان جغرافيايي موقعيت :

    د  افغانستان شمال او سوېل لوېديځ ډېرې وچې او هوارې سيمې لري او سوېل کې يې د پاکستان پولې ته نږدې شګلنې دښتې پرتې دي.افغانستان په ختيځ او سوېل کې له پاکستان سره  ٢٤٣٠ کيلو متره ، په لوېديځ کې له ايران سره ٩٣٦ کيلومتره ، په شمال لوېديځ کې له ترکمنستان سره ٧٤٤ کيلومتره ، په شمال کې له ازبکستان سره ١٣٧ کيلومتره ، په شمال ختيځ کې له تاجکستان سره  ١٢٠٦ کيلومتره او چين سره د ٧٦ کيلومترو په اوږدوالي  پوله لري. افغانستان د ٦٥٢٨٦٤ کيلومتر مربع مساحت په درلودو سره په سيمه کې له چين، ايران او پاکستان څخه وروسته څلورم ستر هېواد دى. دغه هېواد د واحدونو له پلوه پر ٣٤ ولايتونو او ٣٩٨  ولسواليو وېشل شوى دى.

    په افغانستان کې جګړې:

    افغانانو د تاريخ په اوږدو کې له مقدوني سکندر ، ايراني صفويانو، مغولو او نورو  سره د هېواد د ازادۍ لپاره جګړې کړې دي.

    انګليس هم له افغانانو سره ډغرې وهلې دي . د افغان –انګليس لومړۍ جګړه په ١٢١٧-١٢٢١ لمريزو کلونو کې ، دوهمه جګړه يې په ١٢٥٧ لمريز کال کې او درېيمه جګړه يې په  ١٢٩٨ لمريز کال کې وه.

    افغانانو د افغان-انګليس تردرېيمې جګړې وروسته  له انګريزي ښکېلاک څخه خپل استقلال بېرته تر لاسه کړ .

    په دغه هېواد کې  د ازادۍ له بېرته اخيستو وروسته، په  ١٣٥٧ کال کې د شوروي پلوه خلق او پرچم ګوندونو د کودتا له لارې د هېواد د لومړي جمهور رييس محمد داوود د حکومت تر ړنګېدو  پورې ځينې کورني اړ او دوړونه  موجود و، خو بيا هم نسبتا آرامه او د پرمختګ په حال کې و .  خو د يادو ګوندونو(خلق او پرچم ) د واکمنۍ پر وړاندې افغان ولس جهاد ته ملا وتړله  او يو ځل بيا په هېواد کې  ناامنۍ پيل شوې .

     د ١٣٥٨ کال د مرغومي په شپږمه د وخت د شوروي اتحاد په پر مخ تللو وسايلو سمبال لښکرو پر افغانستان يرغل وکړ ، خو افغان اولس يې پر وړاندې ودرېد او ترهغه يې خپل جهاد ته دوام ورکړ ، چې د يرغلګرو پوځونو غرور يې مات او د ١٣٦٧ کال د تلې مياشتې په ٢٦مه، يې  له افغانستان څخه ووېستل .  

    د شوروي د پوځ د يرغل پر مهال دمرګ ژوبلې کره شمېره  نه ده معلومه ، خو ويل کيږي، چې تر  يو ميليون زياتو  افغانانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ، په ميليونونو مهاجر شول ، د هېواد بنسټونه په کې له منځه لاړل  او ١٥٠٠٠ شوروي پوځيان هم په کې ووژل شول.

    د يادو پوځيانو تر وتو وروسته د شوروي په ملاتړ جوړ شوى د ډاکټر نجيب الله رژيم  افغان مجاهدينو رانسکور کړ او د ١٣٧١ کال د غويي په ٨مه، د جهادي ګوندونو په سلا حضرت صبغت الله مجددي  واک ته ورسېد .

    خو ډېر وخت نه و تېر شوى ، چې د مجاهدينو د بېلابېلو ګوندونو تر منځ د واک د ترلاسه کولو لپاره خپلمنځي جګړې پيل شوې او په دې جګړو کې د نجيب د رژيم د جنرال دوستم ملېشې هم ورګډې شوې .

    په ١٣٧٣ کال کې د طالبانو حرکت په هېواد کې د ګډوډيو د له منځه وړو او اسلامي ارزښتونو د خوندي کولو له ژمنې سره  په کندهار کې په فعاليت پيل وکړ او تر ١٣٧٥ کال  پورې يې د پلازمېنې کابل په ګډون دهېواد ډېر ولايتونه لاندې کړل او د چارو واګې يې تر لاسه کړې.

    د القاعده سازمان مشر اسامه بن لادن، چې د سعودي عربستان اصلي اوسېدونکى دى او د شورويانو  پر وړاندې د افغان مجاهدينوتر څنګ ولاړ و ، هم له وسلوالو طالبانو سره ملګرى شو.

    خو اسامه بن لادن د ٢٠٠١ کال د سپټمبر د ١١مې په پېښو کې د امريکا لخوا په لاس لرلو تورن شو او امريکا له طالبانو وغوښتل چې هغه (  اسامه ) له افغانستان څخه وباسي.

     خو کله چې طالبانو د امريکا غوښتنه ونه منله ، د همدې کال د اکتوبر په مياشت کې يې پرطالبانو  لومړى هوايي او بيا د شمالي ټلوالې په مرسته ځمکني بريدونه وکړل او د طالبانو واکمني يې راوپرځوله .

    د افغان دولت د وسلوالو مخالفينو او القاعده  د له منځه وړو لپاره د نړۍ د ٤٦ هېوادونو ٤٢٠٠٠ پوځيان د امريکا له تر سل زرو زياتو پوځيانو سره ملګري شوي ، خو ددې پوځونو په شتون سره نه يواځې په هېواد کې امنيت ټينګ نه شو ، بلکې ددې ځواکونو او افغان دولت وسلوال مخالفين ( طالبان ، د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي او د حقاني او ځينې نورو ډلو ) پوځي فعاليتونه ورځ  په ورځ پراخه شول او د ناامنيو لمن د هېواد له جنوب څخه آن شمالي ولايتونوته هم وغځېده.

    د امريکا ولسمشر بارک اوباما د ٢٠٠٩ کال د مارچ په مياشت کې د افغانستان او پاکستان په اړه د نوې ستراتيژۍ د اعلانولو پر مهال د يادو دواړه هېوادونو حالات ډېر خطرناک وبلل.

    اوباما د همدې کال په ډسمبر کې وويل چې د ٢٠١١ کال د جولاى په مياشت کې به له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو وتل پيلوي. ناټو ځواکونوهمتر۲۰۱۴ز کالپورې افغان سرتېرو ته د امنيتيچارود ورسپارلو وروستۍنېټه ټاکلې ده.

    په افغانستان کې د دولتونو ډولونه :

    الف  حکومت:

    محمد داوود د  ١٣٥٢کال د چنګاښ په ٢٦مه ، د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د شاهي نظام پر ځاى جمهوري نظام رامنځته کړ او تر دې وروسته هم پرته له طالبانو څخه، چې اسلامي امارت يې اعلان کړى و، نور نظامونه جمهوري وو، خو د حامدکرزي تر منتخب حکومت پرته نور د پوځي حرکتونو او کودتاګانو له لارې رامنځته شوي دي .  

    محمد داوود د سپينې کودتا له لارې واک ته ورسېد او محمدظاهر شاه يې له ملک  څخه تبعيد کړ. د محمدداوود رژيم هم د شوروي پلوه خلق او پرچم ګوندونو لخوا د خونړۍ کودتا له لارې له منځه ولاړ،  داوود يې د کورنۍ له غړيو سره يو ځاى وواژه او پر ځاى يې نورمحمد تره کى د جمهور رييس په توګه اعلان کړ.

    تره کى ، چې د خلق په ګوند پورې يې تړاو درلود، د ١٣٥٨ کال د وږي په  مياشت کې  په ارګ کې د ننه ددې ګوند د بل غړي حفيظ الله امين د پلويانو لخوا په مرموز ډول ووژل شو او امين ، چې  تره کي به ورته وفادار شاګرد ويل ، د جمهور رييس په توګه په کار پيل وکړ.

     خو کله چې  د شوروي ځواکونو پر افغانستان يرغل وکړ ، امين يې د کابل ښار په دارلامان کې وواژه  او پرچمى ببرک کارمل د شوروي پوځونو په ملاتړ واک ته ورسېد.  

    د ١٣٦٥ کال په غويي مياشت کې کارمل د ګوند د مرکزي کمېټې له رياست څخه استفعا ورکړه او د همدې کال د لړم په مياشت کې له  جمهوري رياست څخه هم لرې شو او ددې ګوند بل غړى نجيب الله قدرت ته ورسېد.  

    د نجيب د واکمنۍ پر مهال  د شوروي پوځونه  له افغانستان څخه ووتل او د ١٣٧١ کال د غويي په اتمه د نجيب حکومت هم راوپرځول شو او صبغت الله مجددي د جهادي ګوندونو په مشوره  د اسلامي دولت د ممثل په توګه وټاکل شو.

    د جهادي ګوندونو له سلا سره سم دوه مياشتې وروسته د جمعيت اسلامي د ګوند مشر برهان الدين رباني ته واک وسپارل شو او د ١٣٧١ کال د غبرګولي په نهمه رباني د اهل حل وعقد د شورا لخوا د دوو کلونو لپاره  جمهور رييس وټاکل شو.

    خو رباني خپلې واکمنۍ ته دوام ورکاوه ، چې په ١٣٧٥ کال کې طالبانو کابل ونيو او اسلامي امارت يې اعلان کړ. خو د طالبانو واکمني د امريکا د پوځي بريد له امله  له منځه ولاړه او حامد کرزى  د بن په غونډه کې د شپږو مياشتو لپاره د لنډمهالې ادارې د مشر او بيا د بېړنۍ لويې جرګې لخوا د  دوو کلونو لپاره د انتقالي ادارې د مشر په توګه وټاکل شو.

    د افغانستان اوسنى  اساسي قانون ، چې له مخې يې د هېواد نظام اسلامي جمهوري دى ، د ١٣٨٢ کال د مرغومي په ١٣مه، د لويې جرګې لخوا  تصويب شو. ددې قانون له مخې ، د افغانستان د دولت په تشکيل کې منتخب ولسمشر، د هغه دوه مرستيالان ، له دوو مجلسونو ( ولسي جرګې او مشرانو جرګې ) څخه جوړه ملي شورا او  قضايي قوه  ځاى لري . د سترېمحکمېغړيد ولسمشرله لوري ټاکل کېږي او ولسي جرګه ورته د باور رايه ورکوي.   

     ولسمشر او مرستيالان يې د خلکو په مستقيمه رايه اچونې د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي.  که چېرېهېڅيوهکانديد پهلومړيپړاوکې د ټولټاکنوپه پروسه کې ٥٠ سلنه جمع يورايې تر لاسه نه کړې، نو دوهکانديدان ، چېتر ټولو ډېرې رايې يېترلاسه کړېوي،د دوهم پړاو لپاره د ټولټاکنوپه پروسه کېبرخه اخلي. ولسمشرد ولسمشرۍ  د دوودورولپاره ځان کانديدولی شي. 

    د ولسمشرۍ لپاره د افغانستان لومړۍ ټولټاکنې د اته  ميليونو تنو ، چې نږدې نيمايي يې  ښځې وې په ګډون د ١٣٨٣ لمريز کال د تلې په ١٨مه ، تر سره شوې او  حامد کرزى د ٥٤سلنه رايو په تر لاسه کولو سره ولسمشر وټاکل شو.

    کرزى د ١٣٨٨ کال د زمري په ٢٩مه، د ولسمشرۍ د دوهم پړاو په ټاکنو کې هم  په داسې حال کې د پنځو کلونو لپاره ولسمشر وټاکل شو، چې  په ټاکنو کې د درغليو په اړه ډېر شکايتونه موجود و.

     مرکزي دولت، په کليوالو سيمو کې لږ  اغېز لري، ځکه چې اسلامي او دوديز ضوابط، د قومي او توکميزو فعاليتونو په ګډون په شخصي کړنو او د شخړو په حل کې مهمه ونډه لري. افغاني ټولنه د قومي او اسلامي دودونو په درلودلو سره په پراخه توګه د خپلوۍ پر بنسټ ولاړه ده، سره له دې چې په ښاري سيمو کې دا کچه يو څه ټيټه ده.

    ب : ملي شورا ( پارلمان )

    په افغانستان کې د ملي شورا لپاره لومړنى کوښښ د امان الله خان په وخت کې پيل شو. په دې دوره کې د دولت لومړنى قانون  (د دولت اساسي نظامنامه په افغانستان کې) د لويې جرګې لخوا تصويب   او په  دې قانون کې د دولت د شورا په نامه وړاندوينه شوې وه.

    د نادرخان د واکمنۍ پر مهال ملي شورا د (١٣٠٤لمريز) کال په وږي کې جوړه شوه ، خو مشر يې ( د وردګو استازى عبدالاحد مايار) نادرخان په خپله وټاکه.

    وروسته له هغه ، چې نادرخان د يو زده کوونکي لخوا په  ۱۳۱۶هـ ش کال کې د تومانچې په ډزو ووژل شو،د هغه  ١٩کلن زوى محمدظاهر د افغانستان د شاه په توګه  وټاکل شو ، خو عملا د چارو  واګي د صدراعظم محمدهاشم خان سره وې .

    د هاشم خان د صدارت په دوره کې (١٣١٢- ١٣٢٥شمسي) د پارلمان دويمې، درېيمې، څلورمې، پېنځمې او شپږمې دورې خپل کار ته دوام ورکړ.

    ځينې مورخين ليکي ، چې د شاه محمود د صدارت په دوره کېد پارلمان اووم دور ( د ١٣٢٨- ١٣٣١ کال پورې ) په ټاکنو کې حکومت هېڅ ډول مداخله ونه کړه او ډېرو خلکو په کې ونډه لرله.

    د مخکې پارلمانونو پر خلاف په دې دوره کې د دولت په کارو انتقاد کېده او جدي بحثونه په کې کېدل ، خو تر دې وروسته  د ډيموکراسۍ تر لسيزې  (١٣٤٢- ١٣٥٢)   ملي شوراګانې تر ډېره د حکومت تر اغېز لاندې وې.

    د ډيموکراسۍ په لسيزه کې د ٢١٦ غړيو لرونکې ملي شورا د اوس په څېر دوه مجلسونه ( ولسي جرګه او مشرانو جرګه ) لرل.

    مورخين ليکي، چې دغې ملي شورا د پخوانيو شوراګانو په پرتله د قانون د وضع کولو او تصميمونو د نيولو ډېرتوان  درلود.

    خو په ١٣٥٢ کال کې  د داوود خان په جمهوري نظام کې پارلمان لغوه شو او په هېواد کې تر هغه پارلمان نه  و ، چې  ډاکتر نجيب الله په  ١٣٦٧ کال کې د ملی روغې جوړې تر اعلان وروسته رامنځته کړ. 

    ځينې مورخين ليکي ، چې د نجيب د وخت پارلمان د حزب او حزبي حکومت تر نظارت لاندې  کار کاوه او په عمل کې يې خپلواکي نه درلوده.

    د برهان الدين رباني او  طالبانو د واکمنيو پر مهال په هېواد کې ملي شورا نه وه ، خو د طالبانو د رژيم له ړنګېدو وروسته د نوي اساسي قانون پر بنسټ د ولسيجرګېد ۲۴۹څوکيو د لومړۍ دورې  ټولټاکنېد ١٣٨٤ کال د وږي په ٢٧مه،ترسره شوېاو دوهم دوربه يېدروان کال ( ١٣٨٩ ) د وږي په ٢٧مه، تر سره شي.

    د ١٣٨٤ کال د ټاکنو له لارې رامنځته شوې شورا کې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو استازي ، چې  د بېلابېلو  سياسي مفکورو خاوندان دي ، ګډون لري ، چې ځينې يې په  ګوندونو پورې تړلي دي .  

    ولس:

    د افغانستان ټولنفوس نږدې٢٦ميليونه اټکل شوى دى ،چی له۷نفرو څخه يو يېپه کابل کېژوند کوي. کندهار ښار په دوهمه درجه کېراځي،چی نفوس يېتر نيم ميليونوڅخه زيات دی، ورپسېد هرات ښار پهلوېديځ کېاو مزار شريفښارپه شمال کې او د جلال ابادښار په ختيځ کې لوى ښارونه دي.نږدې٥،٢ميليونهثبت شويافغانکډوالپه پاکستان او ايران کې تراوسه مېشت دي.  

    د پښتو، دري، اوزبكي، تركمني، بلوڅي، پشه يي، نورستاني او په هېواد كې د نورو مروجو ژبو له جملې څخه پښتو او دري د دولت رسمي ژبې دي.

    په افغانستان کېد جنسيت تناسب د هرو۱۰۰ښځو په پرتله١٠٣،٢نارينه دي او د کورنيو منځنۍ کچه ٦،٣ تنهدى.

    مذاهب :

    د افغانستان د نفوس  په سلو کې  له ۹۹څخه ډېر يې مسلمانان دي،چې۸۰په سلو کېسني، ۱۹په سلو کېشيعه او يو په سلو کې د نورومذهبونو پيروان،لکه هندوان ،سکاناو ډېر کم عيسويان  جوړوي.

    ښوونه او روزنه: 

    په مليکچهپه هغو کسانو کې ، چې تر ۱۵کلونو لوى دي، د لوست ليک اندازه ۳۴په سلو کې ده ،  د نارينه وو په منځ کې د سواد کچه ٤٣،١  په سلو کې او په ښځو کې بيا دغه کچه له۱۰څخه تر ۱۵په سلو کې ده.

    د هېواد په کچهتر ١٣٨٩ کال پورې ، له٧ميليونو څخه ډېرې  نجونېاو هلکان په ښوونځيو کی شامل شوي، خو د پوهنې وزارت وايي چې لاهم په هېواد کې پنځه ميليونه ماشومان  ښوونځيو ته لاسرسى نه لري.

    دغه راز د ښوونېاو روزنېپه ډګرکېد پام وړ ستونزې لکه دپانګې او ښوونحيو دودانيونشتوالی، ،کولتوريدودونهاود مسلکی ښوونکيو کموالى  په ځانګړې توګهپه کليوالوسيمو کې شتون لري.

      دا په داسې حال کې ده،چېزده کړه وړيا ده او لومړنۍ زده کړېلازمي دي، خو زده کړې ته لا سرسى يوهستونزه ده. يواځې ٤،١٧سلنهماشومان په خپل کليکی لومړنيوښوونځيو ته لاسرسی لرياو ۳۷سلنهبايد ۵کيلومترهسفر وکړي،چی نږدېښوونځيو ته د زده کړې لپاره لاړ شي ٩،۲۹سلنهزده کوونکيبايد له۱۰کيلومترو ډېرمزل وکړي،ترڅو ښوونځيتهورسېږي.

    د منځنيوښوونځيو ستونزېهم لومړنيوښوونځيو ته ورته دي. ددې ښوونځيو  ٧،٧سلنهزده کوونکيپه خپلوکليوکېښوونځيلرياو ۴۱سلنه زده کوونکيبايد له۱۰کيلومتره ډېرمزل وکړي،ترڅو ښوونځيتهورسېږي.

      د لېسو حالت تر دېهم خراب دی،ځکه چیله۵څخه ۳زده کوونکي يې  بايد له۱۰کيلومتره ډېرمزل وکړي،ترڅو ښوونځيتهورسېږي او يواځېله۵څخه يوماشوم په ۵کيلومترۍکی لېسه لري.

     د طالبانو په واکمنۍ کېد نجونو دولتيښوونځيله منځه تلليوو، خو اوسشاوخوا  ٣٤  سلنه  زده کوونکېنجونېدي او  د ١٧٥ زره ښوونکيو ٣٠ سلنه ښځې جوړوي .

    د يونيسف په اټکل په سلو کې له اتياڅخه ډېرېماشومې نجونېاونږدې۵۰په سلو کې نارينه ماشومان د ښوونيزومرکزونود لاسرسيلهنشتواليسره مخ دي. دپوهنې وزارت  په وينا، دا مهال (د ١٣٨٩ کال د  وږي په ١٠مه ) د هېواد په کچه ٤٢٠ ښوونځيد ناامنۍله امله تړلشويدي.

    روغتيا:

    د مړينېکچه په افغانستان کېد نړۍپه سطحه ډېره لوړه ده،له۵څخه يو ماشوم له۵کلنۍڅخه مخکېمرياو له۸څخه يوهښځه د نسايي او ولاديستونزو لهاملهمري. د افغانستان لهټولنفوس څخهتر ۷۰سلنه زيات  پاکو اوبو ته لاسرسىنه لري. د ژوند منځنی حد د ښځو او نارينه وو لپاره په افغانستان کې۴۴کاله اندازه شوی دی. په  ١٣٥٧ کال کې په افغانستان کې له پيل شويو جګړو مخکې  افغان ولس يو اصلاح شوی روغتياييسيستم او په ښارونوکې،لکه کابلکې يو نيمه پرمختللی د پاملرنېروغتياييسيستم درلود. دروسانو د بريداو د کورنۍجګړو په ترڅ کېد روغتياييپاملرنېسيستم يواځېپه ښارو کېپاتېشو،چې وروسته په پوره توګه له منځه لاړ.  

     شاوخوا ۳۰کاله پرله پسېجګړو نږدېيو ميليونافغانان په هېواد کې معلول کړي او نږدي۸۰۰۰۰وګړيو د ماينونو له املهخپلېپښېله لاسه ورکړي،چی دا په نړۍکې تر ټولو لوړه کچه ده.   

    له١٣٨١کال څخه وروسته په  هېواد کې روغتياته دپاملرنېسيستم د نړيوالې ټولنې په مرستو پرمختګ وکړ او تر اوسه  ګڼ شمېر دولتي او نادولتي روغتونونه  او نور روغتيايي مرکزونه په هېواد کې جوړ شول .

    خو سره له دې هم په ښارونو کې ٩٠ سلنه او په کليوالو سيمو کې ٦٥ سلنه خلک اساسي صحې خدمتونوته لاسرسى لري.

    اقتصاد:

    افغانستان يو کرنيز او مخ پر ودې هېواد دى.د افغانستان عمده  صادرات تازه او وچه مېوې، غالۍ، وړۍاو ترياک دي. په وروستيو کې دولتي چارواکيو ويلي چې  افغانستان د  درېيو تريليونوپه ارزښت طبيعي زېرمې لکه ګاز، خام نفت، د ډبروسکاره، مس، کرومايټ، ټالک، باريټ، سلفر، سرب، جست، اوسپنه، مالګه، قيمتياو نيمه قيمتي‌ډبروپه ګډون نا وېستل شوي توکي لري. 

    د ١٣٨٦کال  د راپورونو له مخې،د افغانستان د نشه يي توکيو توليد د هېواد د اقتصاد له نيمايي څخه ډېره برخه تشکيلوي، چې د طالبانو د حکومت په وخت کې يې وده کړې وه. د نړۍ په سلو کې له ٩٠ څخه ډېر ترياک چې د هيرويينو خام مواد دي، له دغه هېواد څخه برابرېږي.

    رسنۍ:

    په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره په ۱۲۹۰ه ش کال کې د امير شيرعلي خان په سلطنت کې د شمس النهار جريده  چاپ شوه او په ۱۲۸۴لمريز کال کې د اميرحبيب الله خان د واکمنۍ پر مهال سراج الاخبار چاپ شو، چې د اميرعبدالرحمان خان په وخت کې هم چاپ کېده.

    په اماني دوره کې د ارشاد النسوان په نوم د ښځو مجله او  انيس ، چې اوس د ورځپاڼې په توګه چاپ کيږي او لسګونو نورې نشريې چاپ کېدې .

    په ١٣٠٧ لمريز کال کې د امان الله خان د واکمنۍ تر له منځه تلو وروسته  ،تر هغه چې محمدظاهر په ١٣٤٣ کال کې دمطبوعاتو ازادي اعلان کړه ، مطبوعات د دولت په سانسور او کنټرول کې و. 

    د  محمدداوود او ورپسې د خلق او پرچم ګوندونو د واکمنيو پر مهال  مطبوعات د دولت تر سانسور لاندې وو، خو د ډاکټر نجيب د حکومت په وروستيو کې  ځينو ګوندونو هم  په خپرونو پيل وکړ.

    د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم مطبوعات په بشپړه توګه د حکومت په واک کې و او د  دولتي تلويزيونو فعاليت هم درول شوى و.

     خو له ١٣٨١ کال څخه وروسته ازادو رسنيو ته د فعاليت اجازه ورکړل شوه او دا مهال  زيات شمېر  دولتي، شخصي او ولايتي (سيمه ييزې ) رسنۍ د شخصي ادارو په لګښت او بهرنيانو په مرسته را منځته شوې دي .