وروستي خبرونه

    حكومت

    ولسي جرګه په درېم ځل هم د رييس په ټاکلو ونتوانېده

    کابل( پژواک ١٣سلواغه ٨٩):د ولسي جرګې د مشر  د ټاکلو لپاره په نننۍ سيالۍ کې صديق احمد عثماني او هما سلطاني دوهم دور ته لاره پيدا کړه .

    د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ددې جرګې د رياست څوکۍ ته  ٩ تنو ځانونه نومولي و، چې له دې ډلې څلور تنه منصرف شول .

    په نننيو ټاکنو کې د يادې څوکۍ ګټلو ته بګتاش سياوش ، سيد اسحاق ګيلاني ، هما سلطاني ، صديق احمد عثماني او عبيدالله رامين  را ودانګل، خو هيچا هم (٥٠+١ ) رايه پوره نشواى کړه .

    دغو کانديدانو په ترتيب سره يوه ١٤ ،٤١ ، ٤٨ ،  ٩٤ او ١٩ رايې تر لاسه کړې.

    په کارول شويو رايو کې ١٩ سپينې او اته باطلې وې .

    نن ٢٤٤ وکيلانو رايې کارولې وې ، بريالي کانديد بايد ددغې شمېرې له نيمايي زياتې ( لږ تر لږه ١٢٣ ) رايې ترلاسه کړې واى .

    ددغې جرګې د رياست لپاره د وکيلانو ترمنځ لومړۍ ټاکنې د سلواغې په ٩ مه،وشوې.

     په دغه ورځ له ننګرهار څخه عبدالظاهر قدير او ميروييس ياسيني او له کابل څخه محمد يونس قانوني او عبدالرب رسول سياف د رياست څوکۍ ګټلو ته  ولاړ  و.

    له يادو کسانو څخه قانوني او سياف ترنورو زياتې رايې ترلاسه کړې او دوهم دور ته  لاړل .

     په دوهم دور کې سياف ١١٩ او قانوني ١١٦ رايې ترلاسه کړې  او هيڅوک هم بريالي ونه ګڼل شول .

    د اساسي قانون د ٨٧ مې مادې له مخې ، د ملي شورا هر مجلس د کار په پيل کې له وکيلانو څخه يوتن د رييس په توګه د يوې تقنيني دورې لپاره، دوه وکيلان د لومړي او دويم نايب په توګه او دوه نور وکيلان د منشي او نايب منشي په توګه د يوه کال لپاره ټاکي.

    دغه کسان په ټوله کې د يادو جرګو اداري پلاوى جوړوي .

     مشرانو جرګې دغه پلاوى په لومړۍ ورځ ټاکلى دى .