وروستي خبرونه

    کډوالي

    د کوچيانو د ستونزو د حل لپاره د مرستو غوښتنه وشوه

    کابل (پژواک ١١ ورى ٩٠): د کوچيانو رياست له يو شمېر دولتي او غير دولتي ادارو وغوښتل، چې د کوچيانو د شته ستونزو د حل په موخه اړينې مرستې وکړې.

    د کوچيانو د چارو د سمون خپلواک رياست مشر عزت الله احمدزي، ياده غوښتنه په هغه ورکشاپ کې وکړه، چې نن د يو شمېر دولتي چارواکيو او ځينو بهرنيو سفارتونو او موسسو د استازيو په ګډون په کابل کې جوړه شوې وه.

    په دې ورکشاپ کې په کابل کې د ايټاليا سفارت، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (يونسف)، د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې او د يو شمېر نورو بهرنيو موسسواو سفارتونو استازو ګډون درلود.

    د احمدزى د معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد په کچه د اړونده وزارتو په مرسته ١٦٢ ثابت او ګرځنده ښوونځي او ٥٠٠  څاګانې د کوچيانو لپاره جوړې شوې دي.

    دغه راز دى وايي، چې په دې موده کې په درېيو ولايتونو کې ثابت او په ٢٤ ولايتونو کې يو يو ګرځنده روغتيايي کلينيک هم د کوچيانو لپاره جوړ شوى دى.

    خو هغه وايي، چې دغه کارونه کافي نه دي او کوچيان د زده کړو او روغتيا د مرکزونو، څړځايونو، حيواني کلينيکونو، حيواني خوراکي توکيو او د څښاک د پاکو اوبو له نه شتون او کموالي سره مخ دي.

    ده غوښتنه وکړه، چې کوچيانو ته په هر ولايت کې د ليليې په ګډون يوه يوه لېسه، انساني او حيواني ثابت او سيار کلينيکونه جوړ او نجونو او ځوانانو ته يې حرفوي زده کړې ورکړل شي.

    په ولسي جرګه کې د کوچيانو قبايلو، بې ځايه شويو او کډوالو د کمېسيون رييس حبيب الرحمن افغان وويل، چې د کوچيانو ستونزو ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې.

    هغه زياته کړه، چې د تېرو جګرو او وچکاليو له امله د کوچيانو مالدارۍ او څړځايونه له منځه تللي، چې بايد افغان دولت او نړيواله ټولنه د دې ستونزو په اړوند له کوچيانو سره مرسته وکړي.

    د کوچيانو د چارو د سمون د خپلواک رياست مشر د معلوماتو له مخې، په دې ورکشاپ کې چې له غرمې وروسته پاى ته ورسېد، د کوچيانو پر ستونزو خبرې وشوې او ګډونوالو د کوچيانو ستونزې له ځان سره وليکلې.

    هغه وايي، تمه کېږي چې د يادو ستونزو د حل لپاره مرستې وشي.

    خو په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازي ملاتره خېل کوچى وايي: ((په دې تېرو پنځو کلونو کې داسې په لسګونه ورکشاپونه ترسره شوي، چې کومه نتيجه يې نه درلوده او مشکلات ليکلي په کاغذونو کې په الماريو کې قيد پاتې شوي دي.))

    هغه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې د کوچيانو څړځايونه چې شرعي قبالې او فرمانونه هم په لاس کې لري، د زورواکو له خوا غصب شوي دي.