يو ماشوم له انسان تښتوونکيو وژغورل شو
By رامين Apr 12, 2011 - 17:34نيمروز (پژواک ٢٣ ورى ٩٠): د نيمروز د ملي امنيت ځواکونو د سړي تښتوونکيو يوه ډله ونيوله او يو ماشوم يې ترې وژغوره.
د نيمروز د ملي امنيت يوه چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي نن (د وري په ٢٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغې ادارې ځواکونو تېره شپه درې بجې د زرنج د انصاري ښارګوټي په سيمه کې له يوه کور څخه د يوې ښځې په ګډون د سړي تښتوونکيو يوه څلور کسيزه ډله ونيوه.
سرچينې زياته کړه، چې د دې ډلې په نيولو سره يو څلور کلن ماشوم، چې له نږدې دوو مياشتو راپه دېخوا د هغوى په بند کې و، وژغورل شو .
د نيمروز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالجبار پردلي د دې خبر په پخلي سره پژواک اژانس ته وويل، چې تښتوونکي د يوې کورنۍ غړي او د فراه اصلي اوسېدونکي دي.
پردلي زياته کړه، چې تښتوونکيو ياد ماشوم لومړى د خپل کور په تاکاوۍ کې ساتلى و او له يو څه مودې وروسته له دوى سره په کور کې و.
پردلي وويل، چې دغه ماشوم نن سهار خپلې کورنۍ ته وسپارل شو او تښتوونکي د پوښتنو لپاره د دغه ولايت امنيه قوماندانۍ ته لېږدول شوي دي.
د خوشې شوي ماشوم يوه خپلوان عتيق وويل، چې شريف د رامين زوى دى او پلار يې په يوې نا دولتي مؤسسه کې دنده لري.
هغه زياته کړه، چې شريف نږدې دوه مياشتې مخکې د زرنج ښار په سيستان ښارګوټي کې د خپل کور له مخې وتښتول شو.
نوموړي څرګنده کړه، چې تښتوونکيو په دې موده کې د ماشوم د خوشې کولو په بدل کې دوه ځلي د ٥٠٠ زره امريکايى ډالرو غوښتنه وکړه، خو کورنۍ يې د پيسو ورکولو ته حاضره نه شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه اونۍ مخکې د نيمروز په زرنج ښار کې د امنيتي ځواکونو لخوا دوه تښتوونکي ونيول شول او يو دوه نيم کلن ماشوم ترې وژغورل شو.
ورته راپورونه:
- Login to post comments

