امنیت او جرمونهد بهرنيو ځواکونو يو ټانکر او يو ټانک وسوځېدل
By عبدالمعيد هاشمي Apr 26, 2011 - 18:01جلال اباد (پژواک ٦ غويى ٩٠): د جلال اباد ښار سوېل ته په رېنګ روډ کې د اور لګېدنې په يوه پېښه کې د بهرنيو ځواکونو يو ټانکر او يو ټانک وسوځېدل.
دغه پېښه نن د غويي په ٦مه، له غرمې وروسته په شاوخوا درېيو بجو پر رېنګ روډ د شمشاد مېنې په ساحه کې رامنځته شوه.
د پېښې يوه عيني شاهد ذبيح الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د بهرنيو ځواکونو د تېلو په يوه ټانکر کې له چاودنې وروسته اور ولګېد.
د هغه په وينا، له دې ټانکر شاته روان د ناټو ځواکونو يو ټانک هم اور واخيست او په کې چاودنه هم وشوه.
دى وايي، چې سيمه بهرنيو ځواکونو کلابنده کړه، خو له مرګ ژوبله يې خبر نه درلود.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته همدومره وويل، چې په ياده سيمه کې يوه ټانکر اور اخيستى و، چې ځاني زيان يې نه درلود.
په ختيځو ولايتونو کې د ناټو ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته وويل، چې د دوى موټر د تخنيکي عوارضو له امله اور اخيستى او چا ته په کې د سر زيان نه دى اوښتى.
ورته راپورونه:
- Login to post comments

