وروستي خبرونه

    امنیت او جرمونه

    په دير کې ٤٠ پاکستاني سرتېري ووژل شول

    اسلام اباد ( پژواک ١٢ غبرګولى ٩٠ ) : د  افغانستان پولې ته څېرمه د خيبر پښتونخوا ايالت په دير سيمه کې له تېرې ورځې راهيسې په پيل شوې جګړه کې ٤٠  حکومتي سرتېري وژل شوي دي .

    ځايي اوسېدونکي وايي، چې د بريد کوونکيو شمېره شاوخوا ٦٠٠  تنه ده، چې د نږدې غرونو لوړې څوکې يې نيولي او ددرنو وسلو ډزې کوي .

    د سيدا جان په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي د غبرګولي په ١٢مه، پژواک خبري ا ژانس ته وويل ، چې پرون د بريد پر مهال وسلوالو شاوخوا ٨٠  حکومتي سرتېري ، چې پکې پوليس، ملېشه او نور ځانګړي ځواکونه شامل دي، ژوندي نيولي دي .

    هغه زياته کړه، چې په سيمه کې جګړه اوس هم روانه ده او قومي لښکر هم له حکومتي ځواکونو سره اوږه په اوږه له مخالفينو سره په جګړه بوخت دى.

    سيداجان وايي ، چې په دې جګړه کې تر اوسه ٤٠ حکومتي سرتېري وژل شوي او يو شمېر کسان اوس هم له مخالفينو سره بنديان دي.

    د نادر ګل په نامه د سيمې يو بل اوسېدونکي پژواک ته وويل چې ده پخپله د ٣٢ حکومتي سرتېرو مړي ليدلي ، چې ډېرى يې پوليس دي.

    د هغه په وينا، د وسلوالو بريد کوونکيو شمېره سلګونه ده او داسې امکان شته، چې برمته شوي سرتېري يې وژلي او يا يې هم دافغانستان خاورې ته اړولي وي .

    بل خوا ځايي اوسېدونکي وايي، چې د وسلوالومخالفينو په ډزو کې عامو وګړيو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

    د اسرار په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل ، چې په دې ډزو کې دوه ماشومان او دوه ښځې هم وژل شوې دي .

    د غلام محمد په نامه په سيمه کې د پوليسو يوه افسر خبريالانو ته ويلي، چې په دې نښته کې حکومتي سرتېرو او وسلوالو بريد کوونکيو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې ونه ښوده.