خوست ښار (پژواک ٢٧ تله ٩٠): په خوست ولايت کې د ګډو ځواکونو د عملياتو پرمهال يو شمېر وسلې او ٦ تنه له وسلوالو طالبانو سره د تړاو په تور نيول شوي دي.
په خوست کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د لومړۍ لوا د عامه اړيکو مسوول ډګروال شاه سوار د تلې په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خوست ولايت په موسى خېلو او قلندر ولسواليو کې د ګډو ځواکونو له خوا چاڼيز عمليات دوام لري.
نوموړي زياته کړه چې دغه عمليات پنځه ورځې دمخه، په يادو شويو ولسواليو کې پيل شوي او تر دا مهال د موسى خېلو په ولسوالۍ کې ٦ تنه چې کلاشينکوفونه ورسره وو، له وسلوالو طالبانو سره د تړاو په تور نيول شوي دي.
د هغه په وينا، په موسى خېلو ولسوالۍ له بېلا بېلو کورونو څخه ٣ دهشکې، يو ګرينوف او يوه اندازه چاودېدونکي ترلاسه شوي دي.
شاه سوار وويل، چې د عملياتو په ترڅ کې يې ٥ جريبه ځمکه د کوکنارو له کر څخه پاکه کړې ده.
د ډګروال شاه سوار په خبره،د قلندرخېلو په ولسوالۍ کې يې ٢٠ ضد پرسونل، ٢٠ مقناطسي او دوه د وسايطو ضد ماينونه نيولي دي.
د هغه په وينا، دغه عمليات به تر راتلونکو دوو ورځو پورې دوام وکړي؛ خو د اړتيا په صورت کې د دې شونتيا شته چې عمليات وغځول شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن