ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د درې وسلوالو مخالفينو د وژل کېدو خبر ورکړل شو

د درې وسلوالو مخالفينو د وژل کېدو خبر ورکړل شو

author avatar
20 Oct 2011 - 16:58
د درې وسلوالو مخالفينو د وژل کېدو خبر ورکړل شو
author avatar
20 Oct 2011 - 16:58

کندهار(پژواک ٢٨ تله ٩٠) : د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د افغان او ايساف ځواکونو په ګډو عملياتو کې درې وسلوال مخالفين وژل شوي او د وسلو يوه زيرمه کشف شوه.

 

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي  پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا عمليات د يادې ولسوالۍ په بند تيمور سيمه کې شوي دي.

 

هغه زياته کړه، په همدې ځاى کې د وسلوالو مخالفينو روزنځايونه او پټنځايونه وو، چې له دې ځايه به يې په شاوخوا سيمو کې فعاليتونه کول، هم له منځه وړل شوي دي.

 

د نوموړي په وينا، د عملياتو په پايله کې د وسلو دوه زېرمې، چې پکې ١٢٥ کيلوګرامه جوړ شوي چاودېدونکي توکي، يوه اندازه امونيم نايټرېټ او ٧٠ کړۍ ماينونه شامل دي کشف او شنډ شوي دي.

 

د ميوند ولسوال حاجي عبيدالله باوري هم عمليات تاييدوي او وايي، چې له دې ځايه ګڼې سيمې د مخالفينو تر ګواښ لاندې وې.

 

دى وايي، چې له دې عملياتو سره به په شاوخوا ولسواليو کې امنيت ښه او تر ډېره به د ورانکارو فعاليتونو مخه ونېول شي.

 

د ده په خبره، په دې عملياتو کې ملکي وګړيو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

 

وسلوالو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

د يادونې ده، چې په دې وروستيو ورځو کې امنيتي ځواکونو په يو شمېر ولسواليو کې خپل عمليات ډېر کړي، چې په پايله کې يې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي او يا هم ژوندي نيول شوي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.