ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست کې د سولې په نوم مشاعره جوړه شوه

په خوست کې د سولې په نوم مشاعره جوړه شوه

author avatar
20 Oct 2011 - 13:53
په خوست کې د سولې په نوم مشاعره جوړه شوه
author avatar
20 Oct 2011 - 13:53

خوست ښار (پژواک ٢٨ تله ٩٠): په خوست کې د سلګونو شاعرانو او د شعر د مينه والو په ګډون د سولې په نوم درنه مشاعره جوړه شوه.

 په دغې مشاعره کې د هېواد نامتو شاعر عبدالباري جهاني، د خوست دولتي چارواکو، د دغه ولايت د مرکز په ګډون د ټولو ولسواليو سلګونو شاعرانو ګډون کړی وو.

 مشاعره، چې لګښت يې د خوست ولايت مقام پر غاړه اخستى و، ماښام پيل او د شپې تر ناوخته يې دوام وکړ.

د خوست والي د مشاعرې ګډونوالو ته وويل، چې دا د وياړ ځای دى، چې د هېواد او ولايت په کچه شاعران او ليکوالان د سولې په نوم مشاعره جوړوي او د سولې غوښتنه کوي.

هغه د شعر په ژبه سولې ته کار وستايه او ويې ويل، له دې سره به هغه کسان، چې د سولې ماتوونکي دي، قانع شي چې نور سوله وکړي.

نعيمي وويل، چې په تېرو څو مياشتو کې په خوست کې د سولې لپاره زيات کار شوی او لا هم دوام لري.

نعيمي له شاعرانو وغوښتل، چې هڅه دې وکړي په خپلو شعرونو او ليکنو کې خپل پام سولې ته واړوي.

ده له عبدالبار جهاني هم مننه وکړه، چې خوست ته راغلی او له ځان سره يې د سولې پيغام راوړی دى.

 پېژندل شوي شاعر عبدالباري جهاني په خپلو خبرو کې وويل، چې دى هېواد ته د سولې له پيغام سره راغلی او غواړي دغه پيغام د هغو ولايتونو خلکو ته ورسوي، چې دغه مهال په کې جګړه روانه ده

ده زياته کړه: ((سوله هغه کلمه ده، چې هر انسان ورته اړتيا لري او افغانان يې تر ټولو زيات تږي دي.))

نوموړي له خوست مېشتو شاعرانو وغوښتل، چې تل هڅه وکړي، د شعر په خوږه ژبه خلک سولې ته راوبولې او د سولې پيغام ولسونه ته ورسوي.

ځوان شاعر او ليکوال ولي مرجان درمان پژواک ته وويل، چې دا مشاعره ډېره ښه او د سولې ښکاره پيغام په کې  نغښتى وو.

ده زياته کړه، چې که چېرې د افغانستان دولت او نړيواله ټولنه د عامه پوهاوي لپاره دې ته ورته پروګرامونه په کار واچوي، نو اغېز به يې د سولې په راوستو کې زيات او اغېزمن وي.

د درمان په خبره، ځوانان کولای شی، چې په خپلو شعرونو او ليکنو کې په جګړه کې ښکېلې غاړې دېته وهڅوي، چې سوله وکړي او نور له وژنو لاس واخلي.

د يادونې ده، چې درې اونۍ وړاندې هم په خوست کې د يوناما له لوري د سولې په نوم ورته مشاعره جوړه شوې وه.

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.