ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښارکې د سرو زرو بيه ټيټه شوې

په کابل ښارکې د سرو زرو بيه ټيټه شوې

author avatar
20 Oct 2011 - 13:50
په کابل ښارکې د سرو زرو بيه ټيټه شوې
author avatar
20 Oct 2011 - 13:50

کابل (پژواک ٢٨ تله ٩٠):په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په پرتله د سروزرو بيې لوېدلي، خو د لومړنيو توکيو په بيو کې بدلون نه دى راغلى.

د کابل ښار د مريم لېسې په بازار کې د سروزرو يوه پلورونکي عبدالبصير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د يوه ګرام عربي سروزرو بيه ٢١٠٠ افغانۍ او د يوه ګرام ايراني سروزرو بيه ١٨٠٠ افغانۍ ده.

تېره پنجشنبې په کابل ښار کې د يو ګرام عربي سرو زرو بيه ٢٣٠٠ افغانۍ او د يو ګرام ايراني سرو زرو بيه ١٩٥٠ افغانۍ وه.

د عبدالبصير په وينا، په نړيوال بازار کې د سروزرو د بيو لوېدو په کابل ښار کې هم د سرو زرو پر بيو اغېز کړى دى.

د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د اتحاديې مشر فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرې پنجشنبې په څېر نن د يوې ٥٠ کيلويي بورۍ پاکستانيو اوړو بيه ١٠٤٠ افغانۍ او د يوې بورۍ لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجو بيه ٢٥٠٠ افغانۍ ده.

دغه راز هغه زياته کړه، چې نن د يو پنځه لېتره پيپ سپين غر غوړيو بيه ٤٣٠ افغانۍ، د يو کيلو افريقايي تور چاى بيه ١٩٠ افغانۍ او د يو کيلو اندونيزيايي شين چاى بيه ١٦٠ افغانۍ ده.

خو هغه وويل، چې ديوې ٥٠ کيلويي بورۍ برازيلۍ بورې بيه له ٢٢٣٠ افغانيو څخه ٢٢٢٠ افغانيو ته رالوېدلې ده.

په کابل ښار کې د ځينو خوراکي توکيو پرچون بيې د عمده خرڅلاو له بيو سره لږ او د ځينو ډېر توپير لري.

د کابل ښار د ده افغانانو د سيمې يو هټۍ وال نورالله وايي، چې نن يوه پنځوس کيلويي بورۍ لومړۍ درجه پاکستاني اوړه په ١١٠٠ افغانۍ، يوه پنځوس کيلويي بورۍ لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريجې په ٢٦٥٠ افغانۍ او پنځوس کيلو برازيلۍ بوره په ٢٣٥٠ افغانۍ پلوري.

هغه زياته کړه، چې يو پنځه لېټره پيپ سپين غر غوړي په ٤٨٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٨٠ افغانۍ پلوري.

د پژواک خبري اژانس د اونيزو اقتصادي راپورونو له مخې، په تېرو شاوخوا شپږ نيمو کلونو کې په کابل ښار کې د لومړنيو خوراکي توکيو بيې په منځني ډول شاوخوا ٧١ سلنه لوړې شوې دي.

د کابل ښار د تايمنيو د څلورلارې د تېلو د ټانک يو کارکوونکى محمد صديق وايي، چې د تېرې پنجشنبې په څېر نن يو لېتر پټرول په ٥٩ افغانۍ او ډېزل هم په ٥٩ افغانۍ پلوري.

د کابل ښار د تايمني پروژې د سيمې يو ګاز پلورونکى عبيدالله هم وايي، چې د تېرې پنجشنبې په څېر نن يو کيلو ګاز په ٥٠ افغانيو پلوري.

 د کابل ښار د قلاچې سيمې لرګي پلورونکى فضل محمد وايي، چې د تېرې پنجشنبې په څېر نن هم يو خروار بې پوسته بلوط لرګي په ٦٣٠٠ افغانۍ او يو خروار پوست لرونکي بلوط لرګي په ٦١٠٠ افغانۍ دي.

په تېرو شپږ نيمو کلونو کې په کابل کې د سون توکو بيې په منځني ډول ٦٣،٥ سلنه لوړې شوې دي.

د کابل ښار د شهزاده سراى د صرافانو د اتحاديې د رييس محمد امين خوستي د معلوماتو له مخې، نن يو امريکايي ډالر په ٤٧،٥٠ افغانۍ او ١٠٠٠ پاکستانۍ کلدارې په ٥٤٥ افغانۍ پېرل کېږي.

تېره پنجشنبې يو امريکايي ډالر په ٤٧،٧٠ افغانۍ او ١٠٠٠ پاکستانۍ کلدارې په ٥٤٤ افغانۍ پېرل کېدې.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.