ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې ترافيکي پېښې پنځه تنه مړه کړل

په کابل ښار کې ترافيکي پېښې پنځه تنه مړه کړل

author avatar
20 Oct 2011 - 13:04
په کابل ښار کې ترافيکي پېښې پنځه تنه مړه کړل
author avatar
20 Oct 2011 - 13:04

کابل (پژواک ٢٨ تله ٩٠):د کابل ښار د ميرويس مېدان-کمپنۍ پر سړک له بې پلېټه باروړونکي موټر سره د واده د مراسمو د کاسټر موټرد ټکر له امله ٥ تنه مړه او يو شمېر نور ټپيان شول.

د فاضل بېګ د دهن سراى په نوم د پېښې په ځاى کې يوه هټۍ وال توريالي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه ١٢:٣٠ بجې رامنځته شوه.

هغه وويل، چې په پېښه کې د کاسټر موټر له سپرليو څخه څلور ښځې او يو ماشوم ځاى پر ځاى مړه شول.

ده چې له موټر څخه د ټپيانو په را وېستو کې مرسته کړې، د ټپيانو کره شمېره ونه ښوده، خو زياته يې کړه: “د کاسټر موټر ټولې پاتې سپرلۍ، چې ډېر يې ښځې او ماشومان و، ټپيان وو ځکه چې موټر درې ځلې واوښت.”

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ښايي په کاسټر موټر کې به ټول شاوخوا ٤٠ تنه سپاره وو.

ده وويل، چې د پېښې ټپيان د کابل ښار بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د ابن سينا روغتون د بېړنۍ څانګې نوکريوال او د نرسانو د څانګې مشر محمد سليم وايي، له دې پېښې پنځه ټپيان، چې درې يې ښځې او دوه يې سړي دي، دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.

دى وايي، چې له يادو ټپيانو څخه څلور يې له درملنې وروسته رخصت شوي او يوتن نارينه، چې روغتيايي حالت يې د ډاد وړ دى، تراوسه تر درملنې لاندې دى.

خو د کابل د ترافيکو مديريت د حادثاتو د څانګې د تېرې شپې نوکريوال سمونيار لعل ګل وايي، چې ده ته د يادې پېښې د درېيو مړو راپور ورغلى، خو د ټپيانو د شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل

د نوموړي په وينا، ياده پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې يو ټېلر باروړونکى موټر، چې غوښتل يې له بل باروړونکي موټر څخه مخکې شي، له تېرېدونکي ياد کاسټر سره وجنګېد.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د ترافيک د قانون له مخې، د ياد باروړونکي موټر چلوونکى، چې په تېښته بريالى شوى، پړ بلل شوى دى.

د ده په وينا، دغه باروړونکي موټر ځکه پلېټ نه درلود ، چې نوى وارد شوى و.

د دهن سراى په سيمه کې د روان کال د چنګاښ په مياشت کې هم د شپې له خوا د دوو باروړونکو موټرو د ټکر له امله يوتن مړ او دوه نور ټپيان شوي وو او موټرو ته هم سخت زيان اوښتى و.

له دې مخکې هم د ميرويس ميدان–کمپنۍ پر سړک ترافيکي پېښې رامنځته شوې دي.

د ميرويس ميدان–کمپنۍ سړک تېر کال ورغول شو او پلنوالى يې له شاوخو ٧مترو څخه ٦٠ مترو لوړ شو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.