ژبه

په کندهار محبس کې درې سريلانکايي وګړي د اسلام په دين مشرف شول

بشيراحمد نادم

۲۸ تله ۱۳۹۰ - ۱۶:۰۴

Views: ۶۶

کندهار(پژواک ٢٨ تله ٩٠) : د کندهار ولايت په عمومي محبس کې درې بندي سريلانکايي وګړي د اسلام په سپېڅلي دين مشرف شول.

دغه درې تنه له خپل هېواد څخه کندهار ته د کار لپاره په ناقانونه توګه راغلي وو، چې له تېرې څه مودې راهيسې د کندهار په محبس کې د بند شپې او ورځې تېروي.

په دې اړه د کندهار د محبس مدير سمونوال فاروق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان څه دوه مياشتې مخکې په کندهار ښار کې د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نېول شوي دي.

نوموړي وويل چې دغه درې تنه چې پخواني نومونه يې چند داس ، ايفا رديکا او راجيف سلوا وو ، اوس يې د ځان لپاره عبد الله ، اسد الله او امان الله نومونه خوښ کړي دي.

د محبس مدير زياته کړه، چې د کندهار د محبـس د زندانيانو لپاره د کسبونو د زده کړې تر څنګ د اسلامي زده کړو لړۍ هم روانه ده، چې له مخې يې ياد شوي درې تنه سريلانکايي وګړي اغېزمن او په خپله خوښه يې د اسلام دين ومانه.

سريلانکايي وګړيو له پژواک اژانس سره د خبرو پر مهال د اسلام دين په منلو خوښي وښوده او ويل يې، چې د محبس د کارکوونکيو او زندانيانو د نېک چلند په پايله کې يې د اسلام دين قبول کړى دى.

د هغوى په خبره، خوښ دي، چې تر دې وروسته به خپلې ورځنۍ چارې د اسلام په رڼا کې مخ ته وړي.

ديادونې ده، چې څو مياشتې مخکې دوه نيپالي وګړي، چې افغانستان ته د ناقانونه راتګ له امله د ملي امنيت د موظفينو لخوا نېول شوي وو، د همدې رياست په نظارتخانه کې په اسلام مشرف شول .