ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوولسو وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو

د يوولسو وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو

author avatar
21 Oct 2011 - 13:32
د يوولسو وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو
author avatar
21 Oct 2011 - 13:32

کلات(پژواک٢٩تله٩٠): د زابل امنیتي چارواکي وايي چې د ایساف ځواکونو په هوايي برید کې یوولس وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د زابل د شهرصفا ولسوال ښادي خان نن( دتلې په ٢٩مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې عملیات تېره شپه شاوخوا نهه بجې هغه مهال ترسره شول، چې د ولسوالۍ د مرکز شمال خواته د ملیزو او خاتونک د کلیو ترمنځ په یوه سیمه کې طالبان راټول شوي وو او پر امنیتي پوستو يې د برید پلان درلود.

ولسوال وايي وروسته له هغه ،چې دوى د يادو طالبانو د راټولېدو په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړل، نو له ایساف ځواکونو سره يې شریک کړل.

ده وويل چې ایساف ځواکونو د طالبانو پر يادې ۱۶ کسيزې ډلې هوايي برید وکړ، چې  په پايله کې يې یوولس وسلوال طالبان ووژل شول او دوه نور يې ددغو ځواکونو له خوا ژوندي نيول شوي دي.

ښادي خان وايي چې د وژل شویو وسلوالو طالبانو جسدونه په سیمه کې پاتې دي او اوس يې افغان امنیتي ځواکونه د پېژندنې په موخه د دې ولسوالۍ مرکز ته رالیږدوي.

دده په خبره، چې د عملیاتو په سیمه کې امنیتي ځواکونو ته پنځه عرادې موټرسایکلونه، ۳ میله ار پي جي راکیټونه، ۲ میله پيکا، ۲ میله کلاشينکوفونه، درې مخابرې او یو شمیر نور مهمات په لاس ورغلي دي.

د شهرصفا ولسوال وویل چې د وسلوالو يادې ١٦ کسيزې ډلې د حقمل په نوم د يوه طالب قوماندان په مشرۍ فعالیت کاوه، چې تر دې مخکې يې په دې ولسوالۍ کې یو شمېر وسلوال بریدونه هم ترسره کړي وو.

د شهرصفا ولسوالۍ یوه اوسېدونکي نذیر احمد پژواک اژانس ته وویل چې تېره شپه د بهرنیو ځواکونو الوتکو په سيمه کې درنه بمباري وکړه او د برید ساحه له تېري شپې راهیسې د امنیتي ځواکونو له خوا کلابنده ده، خو ده يې د تلفاتو په اړه معلومات نه درلودل.

په کابل کې د ایساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي ، چې په ياد بريد کې يو شمېر وسلوال وژل شوي، خو کره شمېره يې نه ده ښودلې.

خبرپاڼه زياتوي چې د وژل شويو وسلوالو يوه اندازه وسله او مهمات هم ددوى لاسونو ته ورغلې ده.

د یادولو ده ، چې څلور ورځې مخکې هم د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د لسو طالبانو د وژل کېدو او شپږو نورو د نیول کېدو خبر ورکړل شوی و .

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.