ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خيبرايجنسۍ کې ٣ امنيتي سرتېري او ٣٤ وسلوال ووژل شول

په خيبرايجنسۍ کې ٣ امنيتي سرتېري او ٣٤ وسلوال ووژل شول

author avatar
21 Oct 2011 - 11:04
په خيبرايجنسۍ کې ٣ امنيتي سرتېري او ٣٤ وسلوال ووژل شول
author avatar
21 Oct 2011 - 11:04

اسلام اباد(پژواک٢٩تله٩٠) : په خيبرايجنسي کې د پاکستاني امنيتى ځواکونو او وسلوالو په جګړه کې ٣ امنيتي سرتېري او ٣٤ وسلوال وژل شوي او ٨ سرتېري ټپيان دي.

په خيبر ايجنسي کې د سيمه ييزې ملېشې يوه مسوول جګړن فياض پژواک اژانس ته وويل چې جګړه تېر ماښام د باړې په شلوبر سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې امنيتي ځواکونو د اورپکو د لټون لپاره په ملک دين خېل ناله کې عمليات کول.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګه هم د جګړې پخلى کوي او وايي چې د وسلوالو په بريد کې د عبدالقادر په نوم د پوځ د يوه مشر په ګډون درې سرتېري وژل شوي او ٨ نور ټپيان شوي دي.

هغه زياته کړه چې په دې جګړه کې يوتن لاروى وژل شوى او يوه ښځه ټپي شوې ده.

يوه سيمه ييز خبريال فاروق افريدي پژواک  اژانس ته وويل چې د جګړې له سيمې پر برقمرخېل، ملک دين خان او سپاه سيمو کې د خلکو پر کورونو هم د راکټونو مرمۍ لګېدلې دي ، چې له امله يې يوتن وژل شوى او ٥ نور ټپيان شوي دي.

  پاکستاني پوځ د ملک دين خېل، کوتاهي ناله، منډي کس، سپاه او ځينو نورو سيمو له خلکو غوښتي ، چې تر نن غرمې سيمه پرېږدي، ترڅو د سيمې عامو خلکو ته له زيان رسېدو پرته عمليات په موثره توګه ترسره شي .

د ملک دين خېل سيمى يو قبايلي مشر ملک انور افريدي پژواک ته وويل چې امنيتى ځواکونو ته پکار وه، چې په سيمه کې يې د وسلوالو پر وړاندې له دې مخکې عمليات کړي واى.

افريدي زياته کړه چې دوى ته له کورنو څخه د وتو خبره په داسې حال کې کيږي، چې په بله سيمه کې د سرپنا لپاره د دولت لخوا کوم بل ځاى هم نه دى ټاکل شوى او له امله يې دوى له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

له بلې خوا تېر ماښام ناوخته د مومندو ايجنسي په لرې پرته سيمه منزري چينه کې د ملک نورمحمد په نوم د يوه قبايلي مشر پرکور راکټي بريد شوى، چې له امله يې ملک نورمحمد له خپل زوى سره وژل شوى دى.

په يادې سيمې کې نن سهار وختي وسلوالو يو دولتي ښوونځى په ماينونوالوځولى دى.

سيمه ييزو طالبانو د دغو دواړو پېښو مسووليت منلى دى.

 

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.