ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سرحدي پوليسو چاودنه وشوه

په سرحدي پوليسو چاودنه وشوه

author avatar
21 Oct 2011 - 16:32
په سرحدي پوليسو چاودنه وشوه
author avatar
21 Oct 2011 - 16:32

جلال آباد (پژواک، ٢٩تله٩٠): د ننګرهار په لعل پورې ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو پر رېنجر موټر د ماين چاودنه کې يو پوليس ټپي شوى دى.

 د ننګرهار ولايت د لومړي زون د سرحدي پوليسو قومندان مل پاسوال امين الله امرخېل پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن له غرمې وروسته شاوخوا ٢ بجې د يادې ولسوالۍ په کرکڼي سيمه کې د سرحدي پوليسو د څلورم کنډک پر رېنجر موټر د ريموټ کنټرول په وسيله شوې ده.

 امرخېل وويل، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې پوليس ډيورنډ پولې ته څېرمه فتح مېنې ته روان و .

 د نوموړي د معلوماتو له مخې، په چاودنه کې يو پوليس ټپي شوى او موټر يوڅه زيانمن شوى دى.

 دده په وينا، د دولت وسلوالو مخالفينو په سيمه کې کمين هم نيولى و، چې تر چاودنې وروسته په سيمه کې د پوليسو او مخالفينو ترمنځ جګړه هم وشوه.

 امرخېل وايي چې په جګړه کې مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه يې کره معلومات نه درلودل.

 طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې چاودنه ددوى د وسلوالو لخوا شوې او په چاودنه کې څلور پوليس وژل شوي او موټر يې هم په بشپړ ډول تخريب شوى دى.

 د يادونې  ده ، چې دوه مياشتې وړاندې هم په دغه سيمه کې د پوليسو پر موټر په چاودنه کې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.