ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزار شریف کې دوه لاریون کوونکي ووژل شول او پنځه ټپیان دي

author avatar
21 Oct 2011 - 17:58
author avatar
21 Oct 2011 - 17:58

مزارشريف (پژواك د تلې ۲۹مه، ۹۰) په مزارشريف كې د يو لاريون په ترڅ كې د ډزو له امله دوه لاريون كوونكي ووژل شول او ۵ نور ټپيان شول.

 د تلې په ۲۹مه، له ماسپښين وروسته د مزاشريف ښار ختيځ لور ته د سجاديه ښارګوټي اوسېدونكو د دغه ښارګوټي د ځمكو د حقوقي مسايلو په اړه لاريون پيل كړ.

 لايون كوونكي چې سلګونو كسانو ته رسېد، د بلخ ولايت د والي په مرستيال محمد ظاهر وحدت او د سجاديه ښارګوټي پر مسوول غلام رسول تور لګوه، چې پر دوى د خپلو اخيستلو شويو ځمكو د دوباره پلورلو هڅې كوي.

 د سجاديه ښارګوټي اوسېدونكي محمد محسين پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دغه ښارګوټى له تېرو ۷ كلونو را په دې خوا، جوړ شوى، چې غلام رسول غواړي دوباره پر دوى متر په ۲۰امريكايي ډالر وپلوري.

 نوموړي زياته كړه، چې غلام رسول په ښارګوټي كې د سجاديه ښارګوټي په نامه دفتر لري، چې خلك د همدې دفتر له لارې مجبوروي، چې خپلې ځمكې بيا له سره وپېري.

 د هغه په وينا نن چې لاريون كوونكو د همدې دفتر د تړلو په موخه لاريون پيل كړ او د دفتر په لور وخوځېدل نو غلام رسول د دفتر بلۍ ته وخوت او پر لاريون كوونكو يې ډزې وكړې.

 محسن وويل، چې د ډزو په ترڅ كې دوه كسان ځاى پر ځاى ووژل شول او يو شمېر ټپيان شول.

 د بلخ د ملكي روغتون د ننۍ ورځې نوكريوالې ډاكټرې رحيمه احمد ابادي پژواك ته وويل، چې نن ورته له همدې لاريونه د دوه كسانو جسدونه او پنځه كسان ټپيان راوړل شوي دي.

 نوموړی زياته كړه، چې په ټپيانو كې د يو كس روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

 

د لاريون يو ګډونكونكي سليم باى پژواك ته وويل، چې ده په دغه ښارګوټي كې ۷كاله مخكې ۴۲۰ متر مربع ځمكه اخيستې وه، چې د بانك سند هم په لاس كې لري، خو اوس يې د بلخ والي د مرستيال په مرسته غلام رسول ته دې مجبوري، چې دغه ځمكه يو ځل بيا په پيسو واخلي.

 خو د سجاديه ښارګوټي مسوول غلام رسول د لاريون كوونكو ادعاوې بې بنسټه وبللې او زياته يې كړه، چې دى هڅه كوي، چې په دغه ښارګوټي يو عام المنفعه ځاى چې اوسېدونكو غصب كړى، قانوني بڼه وركړي.

 نوموړي پر لاريون كوونكو د ډزو په اړه وويل، چې دى مجبور شو، چې د ځان ساتنې په موخه پر لاريون كوونكو ډزې وكړي.

 د هغه په وينا لاريون كوونكي د ده د فتر په لور روان و او غوښتل يې چې دفتر يې وسوزي.

 لاريون كوونكي په خپلو شعارونو كې له دولت څخه د سجاديې ښارګوټي د لانجې د حل تر څنګ په همدې ښارګوټي كې د غلام رسول د دفتر د تړلو غوښتنې هم كولې.

 د بلخ ولایت امنیه قوماندان جنرال عصمت الله علیزي پژواک ته لاریون او دډزو له امله خلکو ته اوښتې مرګ ژوبله تایید کړه، خو په دې اړه یې نور جږيیات ورنکړل.

مزارشريف د هېواد يو له هغو ښارونو څخه دى، چې د تېرو پنځو كلونو په ترڅ كې پكې په لسګونو دولتي او غير دولتي ښارګوتي جوړ شوي دي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.