ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو شمېر وکيلانو د هما سلطاني خبرې غير مسوولانه وبللې

يو شمېر وکيلانو د هما سلطاني خبرې غير مسوولانه وبللې

author avatar
22 Oct 2011 - 17:53
يو شمېر وکيلانو د هما سلطاني خبرې غير مسوولانه وبللې
author avatar
22 Oct 2011 - 17:53

کابل (پژواک ٣٠ تله ٩٠): د ولسي جرګې يو شمېر غړو په دغې جرګه کې د غزني د استازې هما سلطاني هغه څرګندونې غير مسوولانه او بې ځايه وبللې، چې وايي ملا محمد عمر د دې په کور کې دى او د سولې لپاره چمتووالى لري.

په ولسي جرګه کې د غزني استازې هما سلطاني له تېر کال راهيسې وايي، چې د طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره يې خبرې کړې او هغه د سولې لپاره چمتو دى.

خو دغه څرګندونې د افغانستان دولت او وسلوالو طالبانو دواړو بې ځايه بللې دي.

هما سلطاني د تلې په ٣٠مه، يو ځل بيا د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې ملا محمد عمر د دې په کور کې دى او د سولې لپاره تيارى لري.

دې نن په خپل کور کې د ملا عمر د شتون په اړه نور څه ونه ويل؛ خو څو ورځې مخکې يې په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي و، چې له کور څخه يې موخه داده چې ټول افغانستان د دې کور دى.

هغې وويل، چې په دې اړه يې څو ځلې ولسمشر حامد کرزي او د سولې عالي شورا غړو ته مراجعه کړې ده؛ خو هغوې د دې پر خبرو غور نه دى کړى.

سلطاني دعوه وکړه، چې د افغان دولت مسوولين په هېواد کې سوله نه غواړي.

هغې زياده کړه: “کرزي صاحب، مارشال فهيم راته ولېږه او راته يې وويل، چې زرهي موټر درکوو، په وزير اکبرخان کې کور درکوو، امريکا ته دې لېږو، يو ميليون ډالر درکوو؛ خو له دې خبرې تېره شه.”

خو د ولسمشر د لومړي مرستيال محمد قسيم فهيم مطبوعاتي دفتر د سلطاني دغه ادعا په کلکه رد کړه.

هغې زياته کړه، چې د افغانستان اساسي ستونزه له پاکستان سره نه، بلکې له طالبانو سره ده او دغه ستونزه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو له لارې حل کېداى شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر حامد کرزي څو ورځې مخکې وويل، چې له دې وروسته بايد په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د طالبانو پر ځاى د هغوى له ملاتړي هېواد سره خبرې وشي.

سلطاني غوښتل چې د جرګې په نننۍ غونډه کې نور څه هم ووايي؛ خو د جرګې ګڼ شمېر غړو د مېزونو په ډبولو لاس پورې کړ او له اداري پلاوي يې وغوښتل، چې د سلطاني خبرې بندې کړي.

تر يو لنډ شر او شور وروسته سلطاني له غونډې بهر شوه.

په ولسي جرګه کې د کابل استازې شينکۍ کړوخېل په ککله د هما سلطاني خبرې رد او غير مسولانه يې وبللې.

هغې وويل، چې سلطاني د امتياز اخيستلو لپاره دغه شان څرګندونې کوي.

دې زياته کړه: ((دا چې ملا عمر د هغې په کور کې دى، هېڅ واقعيت نه لري.))

شينکۍ کړوخېل د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې د دغه شان موضوعاتو تر شا د ګاونډيو هېوادونو د استخباراتي ادارو لاس وي.

په دغې جرګه کې د هرات استازي منورشاه بهادري هم د کړوخېل د خبرو ملاتړ وکړ.

هغه وايي، چې ملي امنيت بايد په دې برخه کې جدي پلټني وکړي، ترڅو جوته شي چې سلطاني د څه لپاره دغه شان څرګندونې کوي.

د ده په وينا، سلطاني په خپلو خبرو کې له پاکستان څخه ملاتړ وکړ.

بهادري وايي، چې پاکستان په تېرو څو کلونو کې پر افغانانو هر ډول ظلمونه کړي او اوس يې هم افغانستان له ګڼو ستونزو سره مخ کړى دى.

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي هم، د هما سلطاني خبرې غير مسوولانه او بې ځايه وبللې.

هغه وويل، چې د ملت له کور څخه د جرګې يو غړى بايد دغه شان غير مسوولانه څرګندونې ونه کړي.

ده هم وويل، چې په هېڅ ډول بايد له پاکستان څخه ملاتړ ونه شي، ځکه دغه هېواد په افغانستان کې ډېرې ستونزي پيدا کړې دي.

Views: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.