ګردېز (پژواک ٣٠ تله ۹۰): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د يوه لوبغالي چارې بشپړې شوې او د يوې ميخانيکي لېسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د پکتيا ولايت په مرکز کې د لوبو لپاره يو لوی او عصري لوبغالی د اوو سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت د يو کال په اوږدو کې جوړ او ګټې اخيستنې ته چمتو شو.
د پکتيا د اولمپيک امر محمد امين عالميار پژواک اژانس ته وويل، چې دا لوبغالی په يو وخت کې د پنځلس سوو کسانو د ځايولو وړتيا لري.
نوموړي وويل، چې په دې لوبغالي کې پر فوټبال سربېره د واليبال، هاکي او ځينې نورې رزمي لوبې هم تر سره کېږي.
عالميار زياته کړه: ((دا به د دې ولايت لوبغاړو ته يوه لويه اسانتيا رامنځ ته کړي او هغه ستونزې به يې هوارې شي، چې پخوا يې د لوبغالي د نه شتون له امله درلودې.))
همداراز د ميخانيکي لېسې د بنسټ ډبره د ګردېز ښار شمال خوا ته د تېرې باغ په سيمه کې کېښودل شوه.
د دغې ودانۍ د بنسټ ډبره او د لوبغالي د پرانېستو پټۍ د دې ولايت والي جمعه خان همدرد او د پوهنې وزارت مسلکي او تخنيکي مرستيال اصف ننګ او ورسره له کابل څخه راغلي پلاوي له خوا پرې شوه.
د پکتيا والي جمعه خان همدرد وويل، چې د دغې ودانۍ او لوبغالي لګښت ټول څه باندې ١،٢ ميليونه امريکايي ډالره کېږي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له خوا ورکړل شوى، چې د يوه کال په موده کې به د لېسې چارې بشپړې شي.
د والي په وينا، دغه پيسې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت، دغه ولايت ته د کوکنارو د نه کرلو له امله د تېرو څو کلونو په ترڅ کې ورکړې دي.
د هغه په خبره، د ياد شوي وزارت له خوا هر کال پکتيا ولايت ته يو ميليون امرېکايي ډالره امتياز ورکول کېږي.
د پکتيا والي زياته کړه: ((له پکتياوالو مننه کوم چې له ما سره يې په خپلو ژمنو کې وفا کړې ده او د کوکنارو کر ته يې نه، ويلي دي او همداراز يې له ما سره د دغو امتيازونو په وړ ځايونو کې د لګولو په برخه کې هم ډېره مرسته کړې ده.))
د پوهنې وزارت مسلکي او تخنيکي مرستيال محمد اصف ننګ د ګردېز د ميخانيکي لېسې په اړه پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ليسه کې به د برېښنا، موټر جوړونې، لين غځونې او ماشينرۍ په برخه کې زده کوونکي زده کړې ترسره کوي.
نوموړي وويل، چې د مسلکي لېسې زده کوونکي اوس هم په يوه بله ودانۍ کې په زده کړو بوخت دي.
خو د هغه په وينا، دغه ودانۍ به د دوى د زده کړو او عملي کار لپاره ډېره اغېزمنه تمامه شي.
د پکتيا د پوهنې رييس محراب الدين شفق پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ودانۍ به پر دېرشو درسي خونو سربېره د اوبو او برېښنا اسانتيا هم ولري.
ده وويل، چې د دې ودانۍ د بنسټ ډبره په داسې حال کې اېښودل کېږي، چې دا مهال د پکتيا ولايت د ۲۵ نورو ښوونځيو ودانۍ هم د جوړېدو په حال کې دي.
د يادونې وړ ده، چې په پکتيا کې دا مهال ۲۷۲ ښوونځي فعال دي او نږدې ۱۳۵۰۰۰ زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن