غزني( پژواک د لړم لومړۍ نېټه، ٩٠) : په روانه اونۍ کې د پرله پسې باران اورښت د غزني د ځمکوالو، بزګرانو او مالدارو د وچکالۍ وېره او ناهيلي په خوښۍ بدله کړه.
د غزني د خلکو نږدې اتيا سلنه اقتصاد پر ځمکوالۍ او مالدارۍ ولاړ دى او دا سيمه دا څوکاله وچکالۍ وځپله ، خو له دې وروستيو اورښتونوسره خلکو ته دا هيله پيدا شوه ،چې وچکالي به ختمه او کرنيز اقتصاد به بېرته ښه شي.
په غزني کې د کرنې ،مالدراۍ او اوبولګولو رييس سلطان حسين عباسيار وايي،چې په روانه اونۍ کې د غزني په مرکز او ولسواليو کې د باران اورښت د وچکالۍ وېره له زړونو ووېستله.
نوموړى زياتوى چې په روان کال کې د وچکالۍ له امله کرنيز اقتصاد نيم په نيمه ولوېد او دا وېره هم پيدا شوه، چې خلک له يوې سيمې بلې ته کډوال شي.
د عباسيار په وينا، که د باران اورښت دوام وکړي او په راتلونکي ژمي کې هم واوره ډېره وورېږي، نو نه يواځې ځمکې به اوبه واخلي ،بلکې تر ځمکې لاندې د کاريزو او چينو اوبه به هم ژوندۍ شي.
ځمکوال او مالدار وايي،چې راتلونکي کال ته يې داهيله پيدا شوه،چې نور اورښتونه به هم وشي اوځمکې به ورسره خړوبې شي.
د مقر اوسېدونکى خان محمد وايي چې له دې وېرې يې خپل لس پسونه وپلورل،چې په ژمي کې يې د ساتنې توان نه درلود.
هغه پژواک ته وويل چې د خپلو څارويو د ساتنې لپاره يې واښه نه شواى اخيستلاى، خو اوس د بارانو اورښت بېرته دا هيله ورته پيدا کړه،چې د مالونو ساتنه اسانه ده .
دغه راز د اندړو اوسېدونکي عبدالجبار پژواک ته وويل چې سږ کال اوړى د وچکالۍ له امله د غنمو حاصلات ډير کم شول.
دى وايي : (( يواځې زموږ په کلي کې نه ،بلکې په ټوله ولسوالۍ کې مېوې او د ځمکو نور حاصلات نيمايي ته راښکته شول .
دنوموړي په وينا، هر څه په اوبو ژوندي دي که يو څه موده بارانونه نور هم واوري او ژمى هم واورې وشي ، نو د کال حاصلات به بېرته لوړ شي.
د ګيرو د شورا رييس او د ولايتي شورا پخوانى وکيل عبدالنبي يوسفي هم وايي،چې د بارانو اورښت خلکو ته هيله پيدا کړې ده.
هغه زياتوي ، د دې تر څنګ ،چې په تېر اوړي کې هيڅ اورښت ونه شو او د خلکو حاصلات کم شول، خو حکومت په دې برخه کې هيڅ مرسته ونه کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې يو کال مخکې په ژمي کې د واورې اورښت او په اوړي کې بارانونو د ابي ځمکو تر څنګ للمي حاصلات هم زيات کړل، چې بزګران او ځمکوال ١٣٨٩ کال د حاصلاتو له پلوه په تېره يوه لسيزه کې تر ټولو ښه کال بولي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن