ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

١٥٠ تنه دکمپيوټر او انګليسي ژبې په برخو کې وروزل شول

١٥٠ تنه دکمپيوټر او انګليسي ژبې په برخو کې وروزل شول

author avatar
24 Oct 2011 - 19:25
١٥٠ تنه دکمپيوټر او انګليسي ژبې په برخو کې وروزل شول
author avatar
24 Oct 2011 - 19:25

کابل (پژواک ٢ لړم ٩٠): په کابل کې ١٥٠ د دولتي ادارو کارکوونکو او د ښوونځيو زده کوونکو د يوې روزنيزې دورې له بشپړېدو وروسته نن د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د کمپيوټر او انګليسي ژبې په برخو کې دغه روزنيز کورس درې مياشتې مخکې په کابل ښار کې د پاکستان سفارت له خوا جوړ شوى و.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د اداري او تورېزم مرستيال غلام نبي فراهي د فراغت سندونو د ورکړې په مراسمو کې وويل، چې دغه ډول مرستې کولاى شي د پاکستان او افغانستان د ملتونو ترمنځ فرهنګي نږدېوالى پيدا کړي.

نوموړى کورس د پاکستانيو دوو استادانو له خوا پرمخ وړل کېده.

د ياد شوي کورس استاد شفېع ګل پژواک خبري اژانس وويل، چې په دغه کورس کې دوى د کمپيوټر او انګليسي ژبې لومړنۍ زده کړې زده کوونکو ته ورښودلې .

هغه وويل، چې له دې مخکې يې هم يوه دوره فارغين درلودل او په راتلونکي کې به هم دغه ډول کورسونو ته ادامه ورکړي.

نوموړي زياته کړه: ((په دې کورس کې موږ د دولتي ادارو مامورينو ته هم ځاى ورکړى او د ښوونځيو زده کوونکي هم په کې وو.))

له دغه کورس څخه فارغ شوي عبداللطيف پژواک اژانس ته وويل، چې په دې درېيو مياشتو کې يې دومره څه زده کړل، چې اوس د کمپيوټر او انګليسې ژبې په برخه کې تر يوې کچې خپله ستونزه هوارولاى شي.

نوموړي وويل: ((د ښار کورسونه ډېر وخت په منظم ډول درس نه ورکوي؛ خو دلته ټول پروګرام ډېر منظم و او په لږ وخت کې يې پر موږ ډېر څه زده کړل.))

عبداللطيف زياته کړه، چې له يوې خوا دغه کورس په وړيا ډول و او له بلې خوا يې ورته د تګ راتګ لپاره هم اسانتياوې برابرې کړې وې.

Visits: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.