کندهار ښار (پژواک ٢ لړم ٩٠): په کندهار ښار کې د يوې چاودنې له امله څلور عام وګړي ټپيان شول.
د کندهار د ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي د لړم په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د ښار د نهمې ناحيې اړوند د لويې ويالې په سيمه کې د برېښنا کوټ پله ته څېرمه وشوه.
هغه زياته کړه، چې چاودېدونکي توکي په يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو، خو کله چې د پوليسو موټر له سيمې د تېرېدو په حال کې و، د ريموټ کنټرول په وسيله ورته چاودنه ورکړل شوه.
د ايوبي په وينا، چې په دې چاودنه کې درې ملکي وګړي ټپي او د درملنې په موخه ميرويس روغتون ته وړل شوي دي.
خو د ميرويس روغتون يوې سرچينې پژواک ته وويل، دوى ته څلور ټپيان وروړل شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د عبدالغني په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې چاودنه ډېره زوروره وه، خو د پوليسو موټر له چاودنې مخکې له سيمې تېر شوى و.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 10
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن