ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلو وکيلانو په دوديزه لويه جرګه کې د ګډون فورمې ډکې کړې دي

سلو وکيلانو په دوديزه لويه جرګه کې د ګډون فورمې ډکې کړې دي

author avatar
25 Oct 2011 - 16:28
سلو وکيلانو په دوديزه لويه جرګه کې د ګډون فورمې ډکې کړې دي
author avatar
25 Oct 2011 - 16:28

کابل (پژواک ٣ لړم ٩٠): د ولسي جرګې سلو تنو په دوديزه لويه جرګه کې د ګډون فورمې ډکې کړې دي؛ خو ځينې غړي يې وايي، چې د جرګې د مخکېنۍ پرېکړې له مخې په ياده شوې لويه جرګه کې ونډه نه اخلي.

ټاکل شوې ده، چې د روانې مياشتې په ٢٥مه، په کابل کې په جوړېدونکې څلور ورځنۍ دوديزه لويه جرګه کې له امريکا سره د افغانستان پر ستراتيژيکو اړيکو، چې په اړه يې د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ خبرې روانې دي او دغه راز په هېواد کې د سولې پر مېکانيزم خبرې وشي.

د دې دوديزې جرګې د تياريو کمېسيون وايي، ټاکل شوې ده چې د ملي شورا او مدني ټولنې غړي، د هر ولايت د ولايتي شورا ٣٠ سلنه غړي، ديني علما، مخور شخصيتونه او د افغان کډوالو استازي په دې جرګه کې ونډه واخلي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې جرګې د ٢٠٣٠ ګډونوالو ٢٥ سلنه به ښځې وي او د افغانستان د کابينې غړي او د ځينو هېوادونو استازي به هم په کې د مېلمنو په توګه برخه ولري.

ولسمشر حامد کرزي مخکې ويلي، چې په دې جرګه کې به د افغانستان خلک خپلې اندېښنې، سپارښتنې او غوښتنې څرګندې کړي؛ خو له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو سند به د تصويب لپاره ملي شورا ته واستول شي.

خو د ٢٤٩ کسيزې ولسي جرګې د چنګاښ د اتمې په غونډه کې حاضرو ١٢٦ تنو د هغې مسودې د تصويب لپاره شنه (موافق) کارتونه پورته کړل، چې له مخې يې دوديزه لويه جرګه د اساسي قانون خلاف بلل شوې وه او په کې راغلي و، چې ولسي جرګه په دوديزه جرګه کې ګډون نه کوي.

د اساسي قانون په ١١٧مه ماده کې لويه جرګه د افغانستان د خلكو د ارادې تر ټولو ستر مظهر بلل شوې او په کې راغلي، چې دغه جرګه د ملي شورا له غړو او د ولايتونو او ولسواليو د جرګو له رييسانو جوړېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې تراوسه د ولسواليو شوراګانې نه دي جوړې شوې.

د يادې شوې مادې له مخې، وزيران، د سترې محكمې رييس او غړي يې كولاى شي د لويې جرګې په غونډو كې، بې له دې چې د رايې وركولو حق ولري، ګډون وكړي.

خو د ولسي جرګې له يادې شوې پرېکړې سره سره، تر اوسه د دې جرګې نږدې نيمايي غړو په دوديزه جرګه کې د ګډون هوډ کړى دى.

 په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي او د اصلاح غوښتونکو د ايتلاف غړي  محمدداوود کلکاني نن (د لړم درېيمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ده په ګډون د ولسي جرګې سلو غړو په ياده شوې دوديزه جرګه کې د ګډون په موخه فورمې ډکې کړې دي.

د ولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي هم تېره ورځ ويلي و، چې د دې جرګې شاوخوا سلو تنو په دوديزه جرګه کې د ګډون په موخه ځانګړې فورمې ډکې کړې دي.

کلکاني هيله وښوده، چې د دوديزې جرګې تر پيله به د ولسي جرګې څه د پاسه ٢٠٠ غړي په جرګه کې د ګډون فورمې ډکې کړي.

ده د ولسي جرګې له ټولو غړو وغوښتل، چې پرته له کومې اندېښنې په ياده شوې لويه جرګه کې ګډون وکړي، ځکه چې د يادې شوې دوديزې جرګې ټولې پرېکړې د تصويب لپاره ولسي جرګې ته وړاندې کېږي.

هغه وايي، ولسمشر د اساسي قانون له مخې بايد په ملي مسايلو کې خلکو ته مراجعه وکړي او د خلکو استازي په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې دي، چې په دغې غونډه کې بايد برخه واخلي.

د اساسي قانون په  ٦٥مه ماده کې راغلي، جمهور رييس كولاى شي، چې په مهمو ملي، سياسي، ټولنيزو او يا اقتصادي چارو كې د افغانستان د خلكو ټولپوښتنې ته مراجعه وكړي؛ خو ټولپوښتنه بايد د دغه اساسي قانون د حكمونو مخالف او د تعديل مستلزم نه وي.

په دغې جرګه کې د پکتيکا استازى نادرخان کټوازى هم وايي، چې د هېواد د ملي ګټو لپاره بايد د ولسي جرګې غړي په دوديزه لويه جرګه کې ګډون وکړي.

هغه د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې، چې په ياده شوې جرګه کې د ولسي جرګې د غړو ګډون د ولسي جرګې د پرېکړې خلاف دى؟ وويل: “احساساتي پرېکړي بايد ونه کړو او د ملي ګټو لپاره بايد له شخصي ګټو تېر شو.”

دى وايي، دوديزه لويه جرګه کې ګډون ځکه مهم دى، چې د هېواد له ملي ګټو سره تړاو لري؛ د سولې پروسه او هم له امريکا سره ستراتيژيک تړون د افغانستان لپاره  مهم مسايل دي.  

خو په ولسي جرګه کې د ډايکندي د خلکو استازى او له قانون څخه د ملاتړ ايتلاف غړى اسدالله سعادتي، بيا په دوديزه لويه جرګه کې د ولسي جرګې د غړو د ګډون مخالف دى او وايي، چې دغه جرګه په اساسي قانون کې له يادې شوې جرګې سره توپير لري.

هغه وايي، چې د ولسي جرګې غړي بايد خپلې پرېکړې ته احترام وکړي او په ياده شوې دوديزه جرګه کې ګډون ونه کړي.

دى وايي:” که موږ خپلې پرېکړې ته احترام ونه کړو، بيا هېڅوک زموږ پرېکړو ته احترام نه کوي.”

ده هيله وښوده، چې د ولسي جرګې يو غړى به هم په دوديزه لويه جرګه کې ګډون ونه کړي.

دغه راز په ولسي جرګه کې د کندوز استازى او له قانون څخه د ملاتړ ايتلاف غړى عبدالودود پيمان هم وايي، چې د ولسي جرګې د مخکېنۍ پرېکړې له مخې د جرګې يو غړى هم بايد په دوديزه لويه جرګه کې برخه وانه خلي.

دى وايي: “که دوديزه لويه جرګه مشورتي بڼه لري، نو بيا د موږ خپله خوښه ده چې ګډون په کې کوو او که نه؛ خو زما په اند دا جرګه پرېکړې کوونکې جرګه ده او په دې کې ګډون موږ ته توهين دى.”

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.