ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر کرزى سعودي عربستان ته روان شو

ولسمشر کرزى سعودي عربستان ته روان شو

author avatar
25 Oct 2011 - 13:52
ولسمشر کرزى سعودي عربستان ته روان شو
author avatar
25 Oct 2011 - 13:52

کابل (پژواک ٣ لړم ٩٠): ولسمشر کرزى نن سهار د سعودي عربستان د شاهي هېواد د وليعهد شهزاده سلطان بن عبدالعزيز د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره د سعودي پلازمېنې رياض ته روان شو.

د جمهوري رياست د وياند د دفتر له خوا په يوه خبرپاڼه کې، چې پژواک خبري اژانس  ته يې رالېږلې، راغلي، چې په دغه سفر کې له ولسمشر کرزي سره د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمى رسول هم ملګرى دى.

د سعودي عربستان وليعهد شهزاده سلطان بن عبدالعزيز د شنبې په ورځ له يوې اوږدې ناروغۍ وروسته د نيويارک ښار په يوه روغتون کې ساه ورکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزى د شهزاده سلطان بن عبدالعزيز په جنازه کې د ګډون په ترڅ کې د افغانستان د خلکو په استازيتوب خپل د همدردۍ او ډاډګېرنې مراتب د سعودي عربستان سلطنتي کورنۍ ته وړاندې کوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې، چې د شهزاده سلطان د جنازې او تدفين مراسم نن، د مازيګر له لمانځه وروسته د اسلامي نړۍ د ډېرو مشرانو په ګډون د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض ښار کې ترسره شي.

سرچينې زياته کړې، چې د سوډان ولسمشر عمرالبشير، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، د ماليزيا لومړى وزير نجيب رازق، د کوېټ امير شيخ صباح الاحمد الجابر د هند د عامې روغتيا وزير غلام نبي ازاد او د اسلامي هېوادونو زيات شمېر مشران او لوړ پوړي چارواکي د دې جنازې په مراسمو کې ګډون کوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د امريکا د مرستيال ولسمشر جوبايډن، د جاپان وليعهد شهزاده ناروهيتو، د برتانيا وليعهد شهزاده چارلز، د اسپانيې وليعهد په ګډون د نړۍ د هېوادونو  لوړ پوړي چارواکي د غمرازۍ لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.