ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ايران کې د افغان کډوالو ځينې ماشومان له تعليم څخه بې برخې دي

په ايران کې د افغان کډوالو ځينې ماشومان له تعليم څخه بې برخې دي

کابل (پژواک ٣ لړم ٩٠): سره له دې چې ايران وايي، د افغان کډوالو د تعليمي او تحصيلې سويې د لوړتيا په خاطر د پام وړ خدمتونه وړاندې کوي؛ خو ځينې افغان کډوال وايي چې لا هم د هغوى ځينې ماشومان له پوهنې څخه محروم دي.

 په کابل کې د ايران سفارت فرهنګي مسوول ناصر جهان شاهي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې ايران له افغانستان سره د پوهنې او کلتور په برخه کې  زياتې مرستې کړي او دمګړۍ په ايران کې مېشت ٧٠ سلنه افغانان لوستې دي، حال دا چې په لومړي سر کې دا کچه شپږ سلنه وه.

 په کابل کې د ايران سفارت فرهنګي مسوول وايي، د ايران د تېر کال د جمهوري رياست د صادر شوي حکم پر بنسټ، هر هغه څوک چې واجب التعليم دى او په هر ډول چې ايران کې ژوند کوي، بايد د پوهنې او تحصيل له نعمت څخه برخمن وي.

 هغه زياته کړه، د ١٣٨٩ او ١٣٩٠ کلونو په تعليمي دورو کې څه باندې ٢٧٢زره زده کونکي د ايران په دولتي ښوونځيو کې په لوست بوخت دي، چې ١٢٥زره يې نجونې او ١٤٧زره يې هلکان دي.

 په کابل کې د ايران سفارت فرهنګي مسوول وايي، چې هر کال د افغان  زده کوونکو لپاره په ټوليزه توګه ١٦٢ميليونه ډالر د يارانې (سب  سايډي) په بڼه ورکول کېږي، دا شمېر هغه کسان دي، چې په مجاز او غير مجاز ډول په ايران کې مېشت دي.

 يارانه، هغه اصطلاح ده چې ايران دولت د پوهنې په ګډون په هره برخه کې د سب سايډي په بڼه مرسته کوي، بهرني وګړي د تعليم په برخه کې يو اندازه پيسې ورکوي؛ خو پاتې برخه يې د ايران دولت پر غاړه ده.

 د جهان شاهي په وينا، په دې شمېره کې د افغان کډوالو اولادونه په هغو ښوونځيو کې، چې د افغانستان سفارت له لوري اداره کېږي او همدارنګه د خصوصي ښوونځيو زده کوونکي هم شامل نه دي.

 خو ځينې هغه کډوال، چې له افغانستان سره په پوله په سيستان، بلوچستان او خراسان رضوي ايالتونو کې ژوند کوي، وايي چې ماشومان يې ښوونځي ته د تلو اجازه نه لري.

 ګل احمد، چې په دې وروستيو کې له يادې سيمې څخه راستون شوى، پژواک ته وويل: ((نه يواځې ماشومان مو له ښوونځي څخه بې برخې دي، بلکې کډوالو ته هم د هلته اوسېدو اجازه نه ورکول کېږي.))

 هغه ادعا وکړه، چې له کال ١٣٨٦ څخه يې هلته له کورنۍ سره ژوند کاوه، څلور کاله وړاندې يې دوه ماشومان په لومړي او دويم ټولګي کې وو، له ښوونځي څخه واېستل شول او بې برخليک دي.

 ګل احمد زياته کړه، که ماشومانو يې ښوونځي ته دوام ورکړى وى، اوس به په شپږم ټولګي کې وو.

 د هغه په وينا، اوس چې وطن ته راستون شوى دى، سره له دې چې د ماشومانو عمر يې له تعليمي سويې څخه لوړ شوى دى؛ خو غواړي هغوى د سويې له ازموينې او د تعليمي درجې له معلومولو څخه وروسته، د نيمروز په کوم ښوونځي کې شامل کړي.

 په  نيمروز کې د کډوالو او راستنېدونکو رياست يوې سرچينې، چې د نوم له اخيستو څخه يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې له افغانستان سره د ايران سرحدي سيمې، لکه د سيستان او بلوچستان ايالت، له ١٣٨٦ کال نه راپدېخوا د ممنوعه سيمې په توګه اعلان شوې ده.

 سرچينې زياته کړه، چې له همدې کبله افغان ځوانان له دولسم ټولګي او ان له پوهنتون څخه واېستل شول او د افغان کډوالو ماشومانو ته په ښوونځي کې د شاملېدو حق نه ورکول کېږي.

 د سرچينې په وينا، د کډوالو کورنۍ يا افغانستان ته راستنې شوې او يا د ايران نورو ښارونو ته تللې دي؛ خو په ښارونو کې هم پرې پابندۍ لګېدلې دي.

 د کډوالو او راستنېدونکو دې سرچينې وويل، چې ښاروالۍ د ايران په ځينو ښارونو کې د کډوالو له هغو کورنيو څخه، چې له سيستان او بلوچستان ايالت څخه هلته تللي دي، په هر کال کې د صفايي په نوم د پنځه زرو افغانيو په اندازه پيسې اخلي؛ خو په عوض کې يې هغوى ته د شپږو مياشتو د اقامت کارت ورکوي.

 د هغه د څرګندونو له مخې، افغان کډوال د لنډې مودې د اقامت له کبله، نه شي کولى څو خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي.

 خو په کابل کې د ايران فرهنګي مسوول وويل، چې ښايي غير مجاز کډوال په دې خاطر چې ناقانونه اقامت يې رسوا نه شي، خپل ماشومان ښوونځي کې شامل نه کړي، څو کومه ستونزه ورته پېښه نه شي.

 نوموړي زياته کړه، چې په تېرو کلونو کې د ايران له پوهنتونو څخه ١١زره افغان محصلين فارغ شوي او په ١٣٨٩ او ١٣٩٠ کلونو کې  شاوخوا ٣٥٠٧ افغان محصلين د ايران په پوهنتونونو کې شامل شوي دي.

 هغه زياته کړه، چې  په دې شمېر محصلينو کې ٢٠٠٠ نجونې او کابو ١٦٠٠ هلکان شامل دي.

 جهان شاهي زياته کړه، چې د هر محصل لګښت د تحصيلي څانګې په توپير سره، له ٤ نه تر ٤٠ ميليونو تومانو (له شاوخوا ٤ نه تر ٤٠زرو ډالرو) پورې دى او په ١٣٨٩ او ١٣٩٠ تعليمي کال کې د ايران دولت د افغانانو د تحصيل په عوض شاوخوا ١٠٠ ميليونه ډالره د يارانې (سب سايډي) په توګه ورکړې دي.

 د ياد شوي فرهنګي چارواکي په وينا، د رسمي شمېرې له مخې، تر اوسه په ايران کې ٦٠٢زره ډېر عمرلرونکي کډوال باسواده شوي دي.

 هغه زياته کړه، په ايران کې چې د افغان کډوالو لپاره ياد شوي خدمتونه وړاندې شوي، د افغانستان د کډوالو چارو وزير هم تاييد کړي دي.

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هم وايي، چې اوس د کډوالو لپاره د زده کړې ښه شرايط برابر شوي دي.

 د ياد شوي وزارت وياند اسلام الدين جرئت پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا د هغو افغانانو لپاره چې مدرک يې نه درلود، د پوهنې په برخه کې محدوديتونه موجود وو؛ خو تېر کال د افغانستان، ايران او د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د کمېشنرۍ ترمنځ  چې کومې خبرې اترې ترسره شوې، د ايران ولسمشر فرمان صادر کړ، چې پر بنسټ يې هېڅ بهرنى وګړى بايد له تعليم څخه پاتې نه شي.

 هغه زياته کړه، چې له ياد شوي فرمان څخه وروسته د کډوالو لپاره هېڅ تعليمي ستونزې نشته.

 جرئت وويل، چې تېر کال د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (يونيسف) له لوري د افغانستان سفارت په مرسته په ايران کې پنځه خصوصي ښوونځي رامنځ ته شول، چې د افغان کډوالو د ماشومانو د زده کړې په برخه کې ګټور تمام شوي دي.

 په کابل کې د ايران فرهنګي مسوول وويل، چې ايران د ښوونځيو د جوړولو او د لسګونو ښوونځيو او کتابتونونو د سنبالتيا په برخه کې هم مرسته کړې ده او په نږدې راتلونکي کې به د پوهنې وزارت په جوړجاړي په افغانستان کې د ٣٠ نوو جوړو شوو لېسو ٣٠ کتابتونونه هم تجهيز کړي.

 جهان شاهي زياته کړه، د شمال، سوېل او ختيځ ولايتونو ښوونځيو کتابتونونه يې مجهز کړي دي، چې دا کار يې د يادو شويو ښوونځيو د مسوولينو او يا د پوهنې وزارت په غوښتنه کړى او د اړتيا وړ کتابونه يې ورته برابر کړي دي.

 نوموړي زياته کړه، چې اټکل کېږي له پوهنې وزارت سره په تفاهم کې په نږدې راتلونکي کې  د ايران – افغان په نوم په کابل، جلال اباد، کندهار او مزار ښارونو کې ښوونځي جوړ کړي، چې په هر ښار کې به يو ښوونځى جوړېږي.

 همدارنګه  د پوهنې وزارت د خپرونو مسوول عبدالصبور غفراني وايي، چې ايران د فرهنګي او ديني مشترکاتو له امله، په مرکز او ولايتونو کې د زده کوونکو د علمي سويې د لوړتيا په برخه کې علمي او معلوماتي کتابونه برابر کړي او د پوهنې له وزارت سره يې زياتې مرستې کړې دي.

 نوموړي له پوهنې وزارت سره د ايران د نورو مرستو غوښتنه وکړه.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.