ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په يوه بريد کې د ايساف چورلکه زيانمنه شوې

په يوه بريد کې د ايساف چورلکه زيانمنه شوې

author avatar
25 Oct 2011 - 10:11
په يوه بريد کې د ايساف چورلکه زيانمنه شوې
author avatar
25 Oct 2011 - 10:11

کابل (پژواک ٣ لړم ٩٠): د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونو يوه چورلکه په کاپيسا ولايت کې د وسلوالو طالبانو په يوه بريد کې زيانمنه شوې ده.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د ګډې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د لړم په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته د کاپيسا ولايت د اله ساى په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې دغه چورلکه سيمې ته د افغان ملي ځواکونو د مرستې لپاره تللې وه، چې د الوتنې پر مهال د وسلوالو طالبانو تر بريد لاندې راغله.

د ايساف په خبرپاڼه کې راغلي، چې له بريد وروسته چورلکه د ايساف په يوه نږدې نظامي اډه کې کښېناسته، خو په چورلکه کې له پلټنې وروسته معلومه شوه، چې د سپکې وسلې دوه مرمۍ پرې لګېدلې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په پېښه کې چاته هېڅ ډول زيان نه دى اوښتى او د دوى تخنيکي عمله د چورلکې د بېرته ترميمولو په هڅه کې ده.

خو وسلوالو طالبانو بيا ادعا کړې، چې ياده چورلکه يې ويشتې او غورځولې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې دا چورلکه يې د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ په مرکزي سيمه کې ويشتې او لوېدلې ده.

هغه ادعا وکړه، چې په چورلکه کې سپاره د ايساف شاوخوا ٢٠ سرتېري، چې فرانسويان وو، وژل شوي دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.