زرنج( پژواک ٤ لړم٩٠ ) : د نيمروز ولايت په خاشرود ولسوالۍ کې ايتلافي ځواکونو د جومات يو امام او دهغه زوى له ځانه سره بوتلل.
د خاشرود ولسوال محمد هاشم نورزي نن ( دلړم ٤مه ) پژواک خبري اژانس ته وويل چې ايتلافي ځواکونو تېره شپه ددې ولسوالۍ په کوچني رزي سيمه کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د يادې شوې سيمې د جومات امام ملا عبدالرحمن او د هغه زوى له ځانه سره بيولي دي .
هاشم نورزي زياته کړه چې ياد شوي امام له طالبانو سره همکاري درلوده؛ خو هغه عمليات ، چې د چورلکو په واسطه ترسره شول ، دهغه ديوه بل زوى د نيولو لپاره و، چې طالب دى او د عملياتو پر مهال په کور کې نه و .
همدارنګه د نيمروز ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد موسى رسولي ددې عملياتو په پخلي سره پژواک ته وويل چې ايتلافي ځواکونو د کوچني زري له سيمې څخه دوه کسان بولي، خو تراوسه نه ده معلومه ، چې هغوى څوک دي او جرم يې څه دى؟
همدارنګه طالب وياند قاري يوسف احمدي وويل چې ملا عبدالرحمن له طالبانو سره تړاو نه درلود.
د نيمروز ولايت د سيمه ييزو چارواکيو د معلوماتو له مخې ، څلور مياشتې مخکې هم ايتلافي ځواکونو په يو لړ هوايي عملياتو کې د خاشرود ولسوالۍ د ١٢امام له سيمې اته تنه له ځانه سره بيولي و، چې له ١٥ ورځو وروسته بېرته خوشې شول.
خاشرود د نيمروز ولايت له ناامنو ولسواليو څخه ده ، چې د زرنج ښار په ١١٠ کيلومترۍ کې د هلمند ولايت له ناامنه نادعلي او مارجې ولسواليو او د فراه ولايت له بکواه ولسوالۍ سره نږدې موقعيت لري.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن