کابل ( پژواک ٤ لړم ٩٠ ) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې په اروزګان ولايت کې يې يو مهم طالب قوماندان له دوو ملګرو سره وژلى دى.
د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري د لړم په ٤ مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې وژل شوى طالب قوماندان ملا برات نومېده.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې ملي پوليسو نن سهار د هغه پر ضد عمليات ترسره کړل او له خپلو دوو ملګرو سره يې وواژه.
خو په خبرپاڼه کې د عملياتو سيمه نه ده ښودل شوې .
د سرچينې دمعلوماتو له مخې، ملا برات په خاص اروزګان ولسوالۍ کې پر وسلوالو بريدونو سربېره په چاودنو او نورو ورنکار فعاليتونو کې هم لاس درلود.
د کورنيو چارو وزارت وايي ، چې پوليسو په دې عملياتو کې دوه عرادې موټر سايکلونه، او يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن