فراه ( پژواک ٤ لړم ٩٠ ) : په فراه ولايت کې له پوليسو سره د نښتې په ترڅ کې اتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور نور نيول شوي دي.
د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار عبدالبصير نن ( دلړم په ٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ددې ولسوالۍ په شيوان سيمه کې د طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته شوې ده .
هغه زياته کړه چې په دې نښته کې پنځه طالبان وژل شوي ، درې ټپيان دي او څلور نور نيول شوي دي .
سرچينې زياته کړه چې نيول شوي کسان په فراه ولايت کې د نامتو طالب قوماندان ملا سلطان د زوى ملا ابراهيم کسان دي.
سمونيار بصير وويل چې ملا سلطان په څو تېرو مياشتو کې په پاکستان کې و او په دې وروستيو کې د شيوان سيمې ته راستون شوى او ورانکاري فعاليتونه يې پيل کړي دي .
د فراه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر سمونيار محمد غوث مليار ددې پېښې په پخلي سره پژواک ته وويل ، ټاکل شوې ده،چې له طالبانو څخه د شيوان سيمې د پاکولو لپاره نن د کورنيو او بهرنيو ځواکونو ګډ عمليات پيل شي .
دغه نښته په داسې حال کې په شيوان سيمه کې رامنځته شوې، چې دوه ورځې مخکې په همدې سيمه کې يو پوليس د طالبانو په کمين کې ووژل شو او يوبل ټپي شو .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن