ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ١٧ولايتونو کې د امنيت د ليږد لړۍ دويم پړاو  پلى کيږي

په ١٧ولايتونو کې د امنيت د ليږد لړۍ دويم پړاو پلى کيږي

author avatar
26 Oct 2011 - 12:36
په ١٧ولايتونو کې د امنيت د ليږد لړۍ دويم پړاو  پلى کيږي
author avatar
26 Oct 2011 - 12:36

کابل (پژواک،٤لړم ٩٠): د سيمه ييزه ارګانونو ادارې دهغو ١٧ولايتونو نومونه، چې ټاکل شوې ده امنيتي چاري يې له بهرنيو ځواکونو څخه کورنيو ځواکونو ته وسپارل شي،اعلان کړل.

 د سيمه ييزه ارګانونو ادارې عمومي رييس عبدالخالق فراهي ، چې نن يې په کابل کې ددې ولايتونو له واليانو سره غونډه درلوده، پژواک خبري اژانس ته وويل چې هغوى په دې ولايتونو کې د مسووليتونو د ليږد لپاره لازمه آماده ګي لري.

د فراهي په وينا،په دې ولايتونو کې  دايکنډي،نيمروز،پروان،سمنګان،سرپل،تخار او بلخ   شامل دي.

نوموړي وويل،چې د لېږد د لړۍ دويم پړاو به د يوشمېر ولايتونو په ولسواليو کې (بدخشان،بادغيس،غزني،هلمند،هرات،کابل،غور،ميدان ودرګ او ننګرهار)کې ترسره شي.

د امنيتي چارو د ليږد په دويم پړاو کې د بدخشان مرکز فيض اباد او د شهربزرګ،يفتل سفلي،ارغنچخواه،بهارک،تيشکان،کشم او ارګو ولسوالۍ شاملې دي.

د بادغيس ولايت مرکز قلعه نو او د اب کمري ولسوالۍ،د غزني ښار،د هلمند ولايت د ناوي ولسوالۍ،د شينډنډ او چشت شريف له ولسواليو پرته ټول هرات،د کابل سروبي ولسوالۍ او د غور مرکز چغچران هم د ليږد په دويم پړاو کې شامل دي.

ټاکل شوې،چې د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالۍ،د ننګرهار ولايت د بهسودو،خېوې،کامې، سرخرود ولسوالۍ او ددې ولايت مرکز د جلال آباد ښار،د ميدان وردګو ولايت دلومړۍ  حصې او دويمې حصې ولسوالۍ او ددې ولايت مرکز هم د مسووليتونو د ليږد په دويم پړاو کې شامل شي.

 

فراهي زياته کړه،چې په دې ولايتونو کې  د مسووليتونو لېږد ترسره کيږي ، خو شايد په دې ولايتونو کې يو شمير ښارونه او ولسوالۍ زياتوالى يا کموالى ومومي.

هغه زياته کړه، دهغو سيمو لست، چې ټاکل شوې ده پکې د ليږد لړۍ ترسره شي د ولسمشر کرزي له خوا به د نومبر په دويمه نېټه د ترکيې د استانبول په نړيوال کنفرانس کې اعلان  شي.

د ميدان وردګو والي محمدحليم فدايي پژواک ته وويل،چې دمګړۍ په ميدان ښار، لومړۍ او دويمې حصې ولسواليو کې کومه ستونزه وجود نلري.

د هغه په وينا،ددې ولايت په نورو ولسواليو کې  بايد د ملي اردو لوا او ١٥٠٠پوليس وګومارل شي ، چې ددې کار په کولو سره دوى کولى شي، چې په راتلونکې لړۍ کې نورې ولسوالۍ هم په دې لړۍ کې شاملې کړي.

فدايي زياته کړه: ((زموږ موخه يواځې د مسووليتونو لېږد نه ده،بايد د خلکو اقتصاد پياوړى شي،کارونه ومومي او سيمه ييزه حکومتدارۍ ښه شي.))

د تخار والي عبدالجبار تقوا وويل، چې دوى دې ته چمتو دي،څو د امنيتي مسووليتونو ليږد په دې ولايت کې ترسره شي، خو هغوى غواړي څو د پوليسو په شمېر کې زياتوالى راشي او په ښه ډول  سمبال شي.

د لغمان والي اقبال عزيزي وويل، دوى هڅه وکړه، څو د مسووليتونو د ليږد په دويم پړاو کې ډيرې ولسوالۍ شاملې شي،خو له دې امله چې يو شمېر ولسوالۍ د کونړ او نورستان له ناامنه ولايتونو  سره ګډه پوله لري،دمګړۍ يې يواځې د قرغيو ولسوالۍ د ليږد په دويم پړاو کې راوستې ده.

فراهي وايي: ((زموږ موخه داده چې د امنيت په برخه کې ددې واليانو ستونزې بررسي او که ستونزه ولري، نو حل يې کړو.))

هغه وويل،ټاکل شوې ده،چې واليان به نن د مسووليتونو د ليږد د کمېسيون له رييس اشرف غني احمدزي او په راتلونکي کې به له ولسمشر کرزي سره د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړي.

د ياودنې ده،چې افغان ځواکونو ته له بهرنيو ځواکونو څخه د امنيتي مسووليتونو د ليږد لومړى پړاو د روان کال د چنګاښ د مياشتې په ٢٦مه د باميانو له ولايت څخه پيل شو او وروسته په پنجشېر ، له سروبي ولسوالۍ پرته د کابل په ولايت  او د لښکرګاه،هرات او مزارشريف په ښارونو کې پاى ته ورسېده.

ټاکل شوې ده،چې پايله کې به د امنيتي مسووليتونو د ليږد لړۍ تر ٢٠١٤زيږديز کال پورې په ټول هېواد کې پلې او امنيتي مسووليتونه به افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

Visits: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.