ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حقجو: د څلور ميليارد ډالرو په ارزښت توکي له ګمرکه پرته وارد شوي

حقجو: د څلور ميليارد ډالرو په ارزښت توکي له ګمرکه پرته وارد شوي

author avatar
27 Oct 2011 - 11:35
حقجو: د څلور ميليارد ډالرو په ارزښت توکي له ګمرکه پرته وارد شوي
author avatar
27 Oct 2011 - 11:35

کابل (پژواک ٥ لړم ٩٠): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر وايي، چې تېر کال د څلور ميليارده امريکايي ډالرو په ارزښت توکي، له ګمرکي محصول څخه پرته هېواد ته راوړل شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د عامل پلاوي مشر محمد قربان حقجو د لړم په پنځمه مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې هېواد ته د وارداتو په اړه د واردوونکو هېوادونو د شمېرو او د مرکزي احصايې له خوا په ثبت شويو ارقامو کې ډېر توپير ليدل کېږي.

ماليې وزارت د مرکزي احصايي د معلوماتو پر اساس وايي، چې په ١٣٨٩ لمريز کال کې هېواد ته نږدې د ٦ مليارده ډالرو په ارزښت توکي را وارد شوي دي.

خو حقجو وويل، چې د دوى د خپلو سرچينو او د هغو هېوادونو د سفارتونو د معلومات له مخې، چې افغانستان ته توکي واردوي، تېر کال هېواد ته د شاوخوا لس ميليارده امريکايي ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي، چې د مرکزي احصايې له شمېرې څخه څلور ميليارده ډالره لوړ دي.

نوموړي د بېلګې په توګه له پاکستان، ايران او روسيې څخه د شويو وارداتو يادونه وکړه او ويې ويل، د پاکستان سفارت ورته ويلي، چې هېواد يې تېر کال د ١،٥ مليارده امريکايي ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.

خو د حقجو په وينا، مرکزي احصايې له پاکستان څخه د وارداتو کچه ٥٥٠ ميليونه ډالر ښودلې ده.

دغه راز د سوداګرۍ او صنايعو خونې د عامل پلاوي مشر وويل، چې د ايران د سفارت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد تېر کال د ١،٣ ميليارده ډالرو په ارزښت افغانستان ته صادرات کړي، خو مرکزي احصايې دغه ارقام ٣٢٩ ميليونه ډالره ښودلي دي.

هغه زياته کړه، چې روسيې هم افغانستان ته د ٥٩٠ ميليونه ډالرو صادراتو خبره کړې، خو مرکزي احصايې دغه شمېره ١٢٩ ميليونه ډالر ښيي.

حقجو وايي: ((پوښتنه دا ده، چې اړوند هېوادونه د خپلو صادراتو کچه زياته ښيي، خو مرکزي احصايې کمه ښودلې، نو پاتې نور يې څه شول؟ او که له محصول څخه پرته بازار ته عرضه شوي او له مرکزي احصايې سره يې معلومات نه دي شريک شوي.))

نوموړي دا ادعا هم وکړه، چې له اړوند هېوادونو څخه د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې، دوى يو ډول توکي افغانستان ته صادر کړي، خو په ګمرکونو کې دغه توکي په بل نوم ثبت شوي دي.

هغه زياته کړه: ((د بېلګې په توګه، له بهرني هېواد څخه کمپيوټرونه راوړل شوي، خو کله چې دغه توکي په ګمرک کې محصول کېږي، نو بيا د بل ارزانه توکي په نوم ثبت شوي دي.))

محمد قربان حقجو له حکومت څخه وغوښتل، چې په ګمرکونو کې د کار وړ کسان وټاکي، تر څو د دا ډول غير قانوني کارونو مخه ونيول شي او د دولت عوايد زيات شي.

نوموړي زياته کړه، پوښتنه دا ده، چې د دغو څلور مليارد ډالرو په ارزښت توکي په څه ډول افغانستان ته راوړل شول او ټکس يې چا واخيست؟ په وينا يي، دا هغه پوښتنې دي، چې حکومتي مسوولين يې بايد ځواب ووايي.

خو د ماليې د وزارت وياند عزيز شمس د مرکزي احصايې له شمېرنو ننګه کوي او زياتوي، چې د هغوى ارقام او شمېرنې د اعتبار وړ دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((خو دا هم نه ردوو، چې له غير قانوني لارو، په قاچاقي توګه توکي له ګمرک پرته راوړل کېږي.))

خو هغه وويل، چې که د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوولين په ګمرکونو کې د اداري فساد په اړه کوم اسناد او شواهد لري، نو وړاندې دې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د عامل پلاوي مشر محمد قربان حقجو دا هم وويل، چې د وارد شويو توکو پر اصلي قيمت دوولس سلنه ځکه ورزياتېږي، چې په همدې اندازه پيسې په افغانستان کې په غير قانوني کې توګه له سوداګرو څخه په بېلابېلو سيمو کې اخيستل کېږي.

د هغه په وينا، که چېرې پر يوه جنس پنځه سلنه ګمرکي محصول راشي، نو ١٢ سلنه غير قانوني ګمرک اخيستل کېږي، چې له دې سره د توکو بيې لوړيږي او ډېر زيان عامو وګړو ته رسېږي.

حقجو ادعا وکړه، چې په دغو غير قانوني پيسو اخيستلو کې وکيلان، واليان، وزيران او نور لوړ پوړي چارواکي لاس لري.

د ماليې د وزارت وياند عزيز شمس هم ومنله، چې په ځينو سيمو کې په غير قانوني توګه پيسې اخيستل کېږي، خو په دې اړه يې هم له سوداګرو اسناد وغوښتل، چې څو دوى يې په اړه جدي اقدامات وکړي.

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.