کابل (پژواک ٥ لړم ٩٠): د پکتيا مشرانو او مخورو له امريکا سره د ستراتيژيک تړون په اړه د حکومت له دريځ او په دې اړه د راتلونکې دوديزې جرګې له جوړېدو خپل ملاتړ څرګند کړ.
د جمهوري رياست له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې له امريکا سره د ستراتيژيک تړون په اړه نن د ارګ په ماڼۍ کې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د پکتيا ولايت د مشرانو، عالمانو او مخورو په ګډون يوه مشورتي غونډه جوړه شوه.
خبرپاڼه زياتوي، چې کرزي يادو شويو مشرانو ته وويل، چې په دغه تړون کې د افغانستان ملي حاکميت او د هېواد ملي وحدت ته پر احترام باندې پوره ټينګار شوى دى.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په کتنه کې د پکتيا ولايت استازو په دې ولايت کې د برېښنا د بندونو د رغولو ترڅنګ، له ولسمشر څخه د يو شمېر پراختيايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه هم وکړه.
سرچينه زياتوي چې ولسمشر د پکتيا خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د کابينې په راتلونکې غونډه کې به يې غوښتنې وڅېړل شي او په اړه به يې اړين اقدامات وشي.
د ويلو ده ، چې ټاکل شوې ده د روانې مياشتې په ٢٥مه، په کابل کې په جوړېدونکې څلور ورځنۍ دوديزه لويه جرګه کې له امريکا سره د افغانستان پر ستراتيژيکو اړيکو، چې په اړه يې د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ خبرې روانې دي او دغه راز په هېواد کې د سولې پر مېکانيزم خبرې وشي.
د دې دوديزې جرګې د تياريو کمېسيون وايي، ټاکل شوې ده چې د ملي شورا او مدني ټولنې غړي، د هر ولايت د ولايتي شورا ٣٠ سلنه غړي، ديني علما، مخور شخصيتونه او د افغان کډوالو استازي په دې جرګه کې ونډه واخلي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې جرګې د ٢٠٣٠ ګډونوالو ٢٥ سلنه به ښځې وي او د افغانستان د کابينې غړي او د ځينو هېوادونو استازي به هم په کې د مېلمنو په توګه برخه ولري.
ولسمشر حامد کرزي مخکې ويلي، چې په دې جرګه کې به د افغانستان خلک خپلې اندېښنې، سپارښتنې او غوښتنې څرګندې کړي؛ خو له امريکا سره د ستراتيژيکو اړيکو سند به د تصويب لپاره ملي شورا ته واستول شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن