کابل (پژواک ٦ لړم ٩٠): د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان وکړ چې د ذي الحجې مياشت ليدل شوې او د لوى اختر لومړۍ ورځ به د لړم د مياشتي په ١٥مه، د يکشنبې په ورځ وي.
د سعودي عربستان سترې محکمې تېره شپه ناوخته اعلان وکړ، چې د يو شمېر باوري عيني شاهدانو د شهادت پربنسټ يې پرېکړه وکړه، چې نن (جمعه، د لړم ٦مه) د ذي الحجې مياشتې لومړۍ نېټه ده.
د همدې پرېکړې پر اساس، د روانې لړم مياشتې ١٤مه، د عرفات ورځ او د يکشنبې ورځ (د لړم ١٥مه) د لوى نېکمرغه اختر لومړۍ ورځ ده.
د ذي الحجې نهمه ورځ د عرفات ورځ وي؛ په همدې ورځ حاجيان د عرفات ميدان ته ځي او هلته ځانګړي مراسم ترسره کوي.
د کار او ټولنيزو چارو وزارت، د کار او ټولنيزو چارو د شرايطو د بهبود د څانګې رييس شاسوار ستاري پژواک خبري اژانس ته وويل، په پام کې ده چې په هېواد د عرفات ورځ او د اخترې درې ورځې عمومي رخصتي وي.
د هغه په وينا، يواځې په کابل کې د چهارشنبې (د لړم ١٨مه) ورځ رسميات او د پنجشنبې په ورځ به رخصت وي؛ خو په نورو ولايتونو کې به چهارشنبه او پنجشبه رسمي ورځې وي.
له شاوخوا يوه کال راهيسې په پلازمېنه کابل کې د پنجشنبې ورځ عمومي رخصتي ځکه وي، ترڅو د هوا د لا ډېرې ککړتيا مخه ونيول شي.