ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو يوه سرتېري ١٠ کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د ملي اردو يوه سرتېري ١٠ کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
29 Oct 2011 - 15:35
د ملي اردو يوه سرتېري ١٠ کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
29 Oct 2011 - 15:35

کندهارښار ( پژواک ٧ لړم ٩٠ ) : د ملي اردو يوه سرتېري په اروزګان ولايت کې د روزنې پر مهال پر افغان او بهرنيو ځواکونو ډزې وکړې او لسو تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان بريد جنرال عبدالحميد حميد د لړم په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې مخکې د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې د ملي اردو يوه سرتېري د روزنې پر مهال پر افغان او بهرنيو ځواکونو ډزې کړې دي، چې له امله يې د ايساف دوه سرتېري او د دوى يو ژباړن وژل شوي دي.

د جنرال حميد په وينا، په دې ډزو کې د ملي اردو يو افسر او شپږ د ايساف سرتېري ټپيان شوي دي.

بلخوا په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې دافغانستان په سوېل کې يې دوه سرتېري ديوتن له خوا چې د ملي اردو يونيفورم يې اغوستى و، وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې ددوى د سرتېرو په ځوابي ډزو کې بريد کوونکى هم وژل شوى دى.

که څه هم ايساف په خبرپاڼه کې د وژل شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه کړى، خو په سيمه کې امنيتي سرچينې وايي چې وژل شوي سرتېري اسټراليايان دي.

اسټراليا په افغانستان کې د ايساف په مشرۍ ١٥٠٠ سرتېري لري ، چې په اروزګان  کې مېشت او تر اوسه يې ٣١ سرتېري وژل شوي دي.

ددې سرتېرو له وژل کېدو سره په روان زېږديزکال کې د ناټو د وژل شويو سرتېرو شمېره  ٥٠٠ تنو ته ورسېده.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.