ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ په ښځينه ځانمرګي بريد کې پنځه تنه ټپيان شوي

author avatar
29 Oct 2011 - 11:19
author avatar
29 Oct 2011 - 11:19

اسعد اباد ( پژواک ٧ لړم ٩٠ ) : په کونړ ولايت کې نن سهار د يوې پېغلې نجلۍ له خوا په ترسره شوي ځانمرګي بريد کې پنځه تنه ټپيان شوي دي.

دغه ځانمرګى بريد نن (د لړم په ٧مه) له غرمې مخکې په شاوخوا لس نيمو بجو د اسعد اباد ښار د کېرالې په سيمه کې د ملي امنيت د ٧٤  مديريت پر ودانۍ وشو.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ځانمرګى بريد ديوې پېغلې په وسيله ترسره شوى دى.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې ديوې ښځې په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي ، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د کونړ د عامې روغتيا رييس ډاکټر اسدالله فضلي پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته پنځه ټپيان راوړل شوي دي.

د نوموړي په وينا، په ټپيانو کې د يو ښځې په ګډون دوه ملکيان او درې يې نظاميان دي.

فضلي وايي چې د ټپي ښځې حالت ښه نه و او  جلال اباد ته لېږدول شوې ده.

د پېښې په ځاى کې د عاشق الله په نامه يوه مستري پژواک اژانس ته وويل چې بريد کوونکې ښځه په چادرۍ کې راغلې وه او په لاس کې يې غوټه هم وه.

د هغه په وينا، کله چې دا ښځه د ملي امنيت د مديرت ودانۍ لس مترۍ ته ورسېده، نو ساتونکيو ورته د درېدو امر وکړ، خو دا ونه درېده.

عاشق الله وايي چې پر دې مهال دې پېغلې خپل مخ لوڅ کړ او پر تومانچه يې پر ساتونکيو ډزې وکړې، چې د هغوى په ځوابي ډزو کې  ووژل شوه او ورسره چاودېدونکيو توکيو يې چاودنه ورکړه.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ديادونې ده ، چې له دې مخکې هم په کونړ کې د ښځو له خوا دوه ځانمرګي بريدونه شوي دي.  

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.