اسلام اباد (پژواک ٨ لړم ٩٠): په شمالي وزيرستان کې د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
په سيمه کې يوه دولتي چارواکي تسليم خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بريد نن سهار د شمالي وزيرستان د دته خېلو په دوګا سيمه کې د امريکايي بې پيلوټه الوتکو له خوا ترسره شوى دى.
د نوموړي په وينا، چې يو شکمن موټر تر بريد لاندې راغلى، څلور توغندي پرې وويشتل شوي، چې له امله يې څلور تنه وژل شوي، دوه ټپيان او موټر هم په بشپړ ډول ويجاړ شوى دى.
نوموړي د وژل شويو کسانو د هويت په اړه کره معلومات نه درلودل.
خو يوه سيمه ييز خبريال ملک ممتاز پژواک اژانس ته وويل، چې له بريد وروسته هم تر يو ساعت پورې په سيمه کې دوو بې پيلوټه الوتکو پروازونه کول.
هغه زياته کړه، چې وژل شوي ټول ملکي خلک دي او د پېښې ټپيان د سيمې يوه شخصي روغتون ته وړل شوي دي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن