ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شلو وسلوالو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شو

د شلو وسلوالو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شو

author avatar
30 Oct 2011 - 17:55
د شلو وسلوالو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شو
author avatar
30 Oct 2011 - 17:55

لښکرګاه (پژواک  ٨ لړم ٩٠): په هلمند کې ځايي چارواکي وايي چې د دې ولايت په ناوه ولسوالۍ کې د پرونۍ نښتې په ترڅ کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر له خوا نن (د لړم ٨مه) پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره ورځ د ناوې ولسوالۍ پوليسو ته وسله والو طالبانو كمين نيولى وو،  چې د پوليسو په ځوابي ډزو اته طالبان وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

 د ناوې ولسوال حاجي عبدالمناف پژواك خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ پوليسو د ناوې ولسوالۍ د شورشرك په سيمه كې كروندګرو ته د كوكنارو د نه كرلو په اړه معلومات ورکول، چې د طالبانو له بريد سره مخ شول.

نوموړي وويل، چې په دې وخت كې د طالبانو او پوليسو تر منځ نښته رامنځ ته شوه او په ترڅ كې يو پوليس ټپي شوى او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده؛ خو ده يې په اړه کره معلومات نه لرل.

نوموړي همداراز وويل، چې د دې پېښې پرمهال پوليسو څلور طالبان له ډاټسن موټر، درې موټر سايكلونو او دوو ماينونه سره نيولي دي.

د ده  په خبره، په همدې سيمه كې اته پنځوس تنه هغه كروندګر هم نيول شوي، چې په خپلو ځمكو كې يې كوكنار كرلي وو.

د ناوې ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن حاجي احمد شاه د ولايت د مطبوعاتي دفتر له خولې د وژل شويو طالبانو شمېره تاييدوي او وايي، چې جګړې څلور ساعته دوام وكړ.

بل خوا د نادعلي امنيه قوماندان عمر جان حقمل وايي، چې دوى د نادعلي ولسوالۍ په لوېديځه سيمه كې عمليات كړي او سيمه يې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاكه كړې ده.

نوموړي وويل، چې دا سيمه له تېرو څلورو كلونو راهيسې ناامنه وه او ډېر واك په كې د دولت د مخالفينو وو؛ خو اوس يې سيمه د دولت له مخالفينو څخه پاكه كړې او د پوليسو امنيتي پوستې په كې ځاى پر ځاى شوې دي.

د همدې سيمې يوه اوسېدونكي حاجي رحمت الله پژواك ته د ټېلېفون په كرښه وويل، چې تر دې وړاندې څو ځله نړيوالو او كورنيو ځواكونو دلته عمليات ترسره كړي دي؛ خو وروسته يې سيمه  بېرته طالبانو ته پريښې ده.

نوموړي له دولت څخه غوښتنه وكړه، چې د دوى په سيمه كې دې دايمي امنيت خوندي كړي او هغه سړك دې ورته  ورغوي، چې درې كاله وړاندې يې د جوړېدو ژمنه شوې وه.

 خو حقمل د سيمې خلكو ته ډاډ وركړ، چي بيا به د دوى سيمه د پخوا په څېر نه پرېږدي او د پوليسو پوستې به په كې پاتې شي.

وسله والو طالبانو د دولتي چارواکو د دغو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Visits: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.