مهترلام (پژوک ٨ لړم ٩٠): په لغمان کې د ماين چاودنې له امله د ملي اردو يو بريدمل ووژل شو او پر يوه کور د توغندي د لګېدو په ترڅ کې يوه ښځه ټپي شوه.
نن (د لړم ٨مه) سهار مهال د لغمان ولايت د سرخکانو په سيمه کې د سړک غاړې په ماين چاودنه کې د ملي اردو يو بريدمل ووژل شو.
د قرغيو ولسوالۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير عالمشاه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه بريدمل د کابل-جلال اباد د لويې لارې د امنيت ساتنې په موخه پر خپله دنده بوخت و، چې ماين پرې وچاودېد.
د نوموړي په خبره، چې وژل شوى بريدمل د لغمان د لومړۍ لوا د دويم کنډک اړوند او د پکتيا ولايت اوسېدونکى و.
عالمشاه وايي، چې په ياده چاودنه کې د ملي اردو يو رينجر موټر هم په بشپړ ډول ويجاړ شوى دى.
وسلوالو طالبانو د دغې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى او ادعا يې کړې، چې په قرغيو ولسوالۍ کې په يوه چاودنه کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
دغه راز نن سهار شاوخوا ١٠بجې د لغمان مرکز اړوند د علي خېلو د سيمې پر يوه توغندى ولګېد، چې له امله يې يوه مېرمن ټپي شوه.
د لغمان د امنيه قوماندانۍ د منتظره قطعې قوماندان سمونيار عبدالله پژواک اژانس ته وويل، چې توغندى د لغمان له مرکز سره نږدې د شاه منګل له غره څخه راغى او پر دغه کور ولګېد.
د نوموړي په خبره، چې له کور سره نږدې په سيمه کې د لغمان د ولايتي بيارغونې مرکز هم دى، چې کېداى شي موخه يې هماغه وه.
هغه وويل، چې ټپي شوې ښځه يې د ولايت ملکي روغتون ته وړل شوې ده.
وسلوالو طالبانو د دې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن