جلال اباد (پژواک ٩ لړم ٩٠): د ننګرهار دولتي چارواکي وايي، چې له يوې اونۍ راهيسې يې په څلورو ولسواليو کې د کوکنارو شل کروندګر نيولي او په ځينو نورو کې يې د کر د مخنيوي ٦٦ غونډې ترسره کړې دي.
د خوګياڼو ولسوال حاجي محمد حسن پژواک اژانس ته وويل، چې په تېره يوه اونۍ کې يې د دغې ولسوالۍ ٧ تنه او په شېرزادو ولسوالۍ کې يې ٦ کروندګر د کوکنار کرلو پر مهال نيولي او څارنوالۍ ته يې سپارلي دي.
د هسکې مېنې ولسوال عيسى خان ځواک او د لعلپورې ولسوال حاجي عبدالقيوم دواړو پژواک ته وويل، چې په هسکه مېنه کې يې پنځه او په لعلپورې کې يې دوه تنه د کوکنارو د کر په تور نيولي او بيا يې د امنيه قوماندانۍ له لارې څارنوالۍ ته سپارلي دي.
د يادو ولسواليو ولسوالانو پژواک ته وويل، ولسونو يې ليکلي ژمنې ورکړې، چې کوکنار به نه کري.
دغو ولسوالانو زياته کړه، سږ کال به له هېچا سره نرمي ونه کړي او د کوکنارو ټول کرونکي به د قانون منګولو ته وسپاري.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک ته وويل، چې د والي ګل اغا شېرزي پر سپارښتنه د ننګرهار په مرکز او ٢٢ ولسواليو کې د کوکنارو د کر د مخنيوي په اړه له ولسونو سره د عامه پوهاوي او له هغو څخه د ژمنو اخيستو ٦٦ غونډې په دوو اونيو کې ترسره شوې دي.
هغه زياته کړه، د ننګرهار ٢٢ ولسوالۍ يې په درېيو زونونو وېشلي، چې د دغو زونونو ولسوالان او امنيه قوماندانان به يو له بل سره د کوکنارو د کر په مخنيوي کې مرسته کوي.
د نوموړي په وينا، ولايتي اداره ژمنه ده، چې سږ کال به د کوکنارو کچه صفر ته راټيټوي.
د يادونې ده، چې دوه اونۍ وړاندې له نشه يي توکو سره د مبارزې معين په ننګرهار کې د تېر کال کرل شوو کوکنارو کچه لوړه ښودلې وه، خو د والي ګل اغا شېرزي له خوا يې دغه ادعا رد شوه.
شېرزي ګواښ کړى و، چې د دغه ناسم راپور په غبرګون به لويې څارنوالۍ ته مراجعه وکړي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن