کابل (پژواک ٩ لړم ٩٠): ټاکل شوې، چې د هېواد د سړو سيمو د ښوونځيو د لومړيو تر شپږمو ټولګيو پورې کلنۍ ازموينې د لړم په ٢١مه او د اووم تر دوولسمو ټولګيو، د ليندۍ په لومړۍ نېټه پيل شي.
د پوهنې د وزارت په هغې خبرپاڼه کې، چې پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، ويل شوي، چې د لومړيو تر شپږم ټولګيو پورې ازموينې به د لړم په دېرشمه او له اووم څخه تر دوولسمو ټولګيو پورې ازموينې به د ليندۍ په ١٥مه پاى ته ورسېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په سړو سيمو کې د خصوصي ښونځيو، ديني مدرسو او دارالعلومونو ازموينې به هم په همدې نېټو پيلېږي او پاى ته به رسېږي.
د خبرپاڼې په پاى کې ويل شوي، چې خصوصي ښوونځي د ازموينې د فيس په نوم له زده کوونکو د پيسو اخيستو حق نه لري.
د پوهنې وزارت د نشراتو رييس عبدالصبور غفراني وايي، چې په تېرو ازموينو کې ځينو خصوصي ښونځيو د قرطاسيې د وېش لپاره له زده کوونکو يو څه پيسې اخيستې دي.
Visits: 48
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن